د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې به بریدونو ته دوام ورکوو، ملا فض الله


په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پوځ د ملا فضل الله پر ضد په سوات کې عملیات وکړل.
په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پوځ د ملا فضل الله پر ضد په سوات کې عملیات وکړل.
احمد تکل

پراګ
- په سوات کې د پاکستاني طالبانو مشر، مولانافضل الله وايي، چې دی په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دی او پاکستان ته له ستنېدو سره سم به د دې هېواد پرضد جګړه پیل کړي.

مولانا فضل الله له رویټرخبري آژانس سره په مرکه کې وویل، ((موږ د شریعت د نفاذ لپاره خپل ژوند قربان کړی او خپل کلي کورونه مو پریښي.))

نوموړی وايي چې په ملاکنډ او په ټول پاکستان کې د شریعت د نفاذ لپاره به هر هغه کار وکړي چې په وس یې پوره دی.

مولانا فضل الله چې په خپله FM راډیو کې د تندو ویناوو په خاطر په ملا FM مشهور شوی، په سوات دره کې د طالبانو مشر و، چې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیلېدو وروسته د خپلې سیمې پرېښودو ته اړوت. له رویټر خبري آژانس سره په همدې مرکه کې د ملافضل الله مرستیال سراج الدین احمد ویلي چې د مولانا فضل الله جنګیالي به په سوات دره کې د اسلامي شریعت له نافذولو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پرضد جهاد ته دوام ورکړي.

ده همداراز ویلي چې دوی اوس د پاکستان په پرتله ډېر په افغانستان کې خوشاله دي او ځان مصوون احساسوي.

نوموړي ویلي چې ټول افغانان په خاص ډول مجاهدین په افغانستان کې د مولانا فضل الله ملاتړ کوي خو ده دا یادونه هم کړې چې افغان طالبان له ده سره د سرحد په دواړو خواوو کې په بریدونو کې مرسته نه کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن په مشرۍ د پوځي او ملکي چارواکو په ګډون پلاوی په پاکستان کې دی د کارپوهانو په نظر دمولانافضل الله د څرګندونو وروستۍ برخه چې وايي، دی او ډله یې په افغانستان کې خوشاله او مصوون دي او افغان مجاهدین له دوی سره مرسته کوي د ډېرې پاملرنې وړ ده.


نژدې یوه میاشت مخکې کله چې د امریکا د وسله والو ځواکونو پخواني لوی درستیز ادمېرال مایک مولن دپاکستان استخباراتي اداره ISI د حقاني شبکې په ملاتړ تورنه کړه، د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني چې هېڅکله له رسنیو سره خبرې نه کولې، له رویټرز آژانس سره په مرکه کې وویل چې دی په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دی.

د حقاني او مولانافضل الله څرګندونې ‌ډېرې سره ورته وې. حقاني هم ویلي و چې دی په افغانستان کې ځان مصوون احساسوي او خپلې حملې په افغانستان کې دننه تنظیموي.


د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند وديرساپی وايي چې مولانافضل الله او حقاني دواړه د پاکستان په اشاره د رسنیو په وړاندې څرګندونې کوي.


پوهاندودیر ساپی وايي، ISI غواړي د خپلو اړوندو کسانو په وسیله د رسنیو له لارې په دې ډول څرګندونو سره د پاکستان پر حکومت د لویدیځو هېوادونو د فشار له کمولو سره مرسته وکړي.


د ساپي په وینا، تېرځل د پاکستان پرضد د ادمېرال مایک مولن او دا ځل د هیلیري کلېنټن څرګندونې د دې باعث شوې چې پاکستان خپل دوه تر پردې لاندې کسان د رسنیو په لوبه کې ورګډ کړي.
XS
SM
MD
LG