د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشکوکه کردي یاغیانو ۲۶ ترکي پوځيان او پولیس ووژل


ترکي: د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل په هکاري صوبه کې چې له عراق سره په پوله پرته ده.د یوې پوځي پوستې لیدنه کوي.
ترکي: د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل په هکاري صوبه کې چې له عراق سره په پوله پرته ده.د یوې پوځي پوستې لیدنه کوي.


په ترکي کې د مشکوک کردیش یاغیانو لخوا په یوه حمله کې ۲۶ پوځیان او پولیس وژل شوي دي. دغه حمله نن د ترکي په جنوب مشرقي صوبه هکاري کې رامنځ ته شوې ده. چې پکې د ترکي میډیا په خبره ۱۶ پوځیان ژوبل هم دي.

دغه وسلوال برید د کردستان ورکرز پارټۍ اورپکو تر سره کړی، چې په تیرو څو کالونو کې تر ټولو خونړی برید دی.

د ترکیې میډیا زیاتوي ، د هیواد پوځ یې د دغه یاغیانو خلاف پوځي عملیات پیل کړي دي، ولې ملکي چارواکو لا د دغه عملیاتو پخلی نه دی کړی. د ترکيې وزیر اعظم طیب اردګان له دغې پیښې وروستو قزاقستان ته خپل سفر منسوخ کړ.

کردي بیلتون پالو ۱۹۸۴ م کال کې د ترکي حکومت خلاف وسله پورته کړې، چې له دغې وروستو کردستان ورکرز پارټي د ترکي حکومت ، امریکا او یورپي یونین لخوا یوه ترهګره ډله وګرځول شوه.

کردان همهلته په سیمه ییزه ګاونډیو هیوادونو لکه ترکي ،عراق ،شام او ایران کې ګڼ شمېر وګړي اوسېږي.
XS
SM
MD
LG