د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهید اپری : نړیوال کرکټ لو بو ته بیرته ځم


د پاکستان کرکټ ټیم بخوانی کپتان او تکړه لوبغاړی شاهید اپرېدی
د پاکستان کرکټ ټیم بخوانی کپتان او تکړه لوبغاړی شاهید اپرېدی
ظفرکريمي ــ کراچۍ

د پاکستان کرکټ لوبدلې پخواني کپتان شاهد اپرېدي ويلي چې هغه غواړي د پاکستان کرکټ لوبډلې څخه د هغه د ريټايرډ کيدو پريکړه واپس واخلي او يو ځل بيا د خپلو مينوالو د خوشالولو دپاره پاکستان کرکټ ټيم کې برخه واخلي ـ

ما دريځ دا وو ترڅو پورې چې اعجازبټ وي نو زه به نه شامیلېږم ـ اوس چې هغه نشته نو زه واپس راغلم ـ ما د نورو ويړکو غوندې معافيانې د اعجازبټ نه نه دې غوښتي

مشال ريډيو سره په خبرو کې شاهیداپريدي وويل چې پاکستان کرکټ بورډ د مشر اعجازبټ سره د راغلو اختلافاتو له وجې یې کرکټ ټيم پرې اېښی وو.

د بورډ د مشر اعجازبټ په موجودګۍ کې ما کرکټ ټيم کې لوبه کول نه غوښتل ،ځکه چې دهغه چلند مې نه خوښېدو ،او اوس هغه نشته ما خپله فیصله بیرته بدله کړه.ـ زما دريځ دا وو ترڅو پورې چې اعجازبټ وي نو زه به نه شامیلېږم ـ اوس چې هغه نشته نو زه واپس راغلم ـ ما د نورو ويړکو غوندې معافيانې د اعجازبټ نه نه دې غوښتي ،،

شاهد اپرېدي وويل د کرکټ ټيم ته د راتلو د تر اعلان وروسته ورسره د کرکټ بورډ چارواکو اړيکه نيولې او ډېر زر به هغه د کرکټ بورډ له مشرانو سره وويني.

زما په اعلان ټول خلک خوشاله دي او د خلکو له وجې زه ټيم ته راغلم ،دوه درې ورځو کې به مې د چيرمين سره ملاقات کيږي

بلې خوا ته د کرکټ لوبې مينه والو د شاهد اپرېدي کرکټ ټيم ته د راتلو د پريکړې هرکلی کړی دی .

په دې اړه عزيزالرحمان له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل ،شاهد اپرېدي ښه لوبغاړی دی او ډېره ښه لوبه کوي چې ټيم کې هغه نه وي نو د لوبې خوند نه وي ـمونږ هغه ميچونه په شوق سره ګورو چې شاهد اپرېدي پکې وي ـ دهغه دا ډېره ښه فيصله ده ـ موږ په دې ډېر خوشاله يو ـ بورډ له پکار دی چې هغه بیرته واخلي اوس چې د سري لنکا سره کوم یوه ورځ لوبه روانه ده پکار ده چې هغې ته يې واستوي ،،

شاهداپرېدی له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره لوبه کوي ـ په دې موده کې هغه په ۳۷ بالونو د ۱۰۰ رنزونو د جوړولو نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی ، ۲۰۰۷ م کال کې يې دشل اورنو به ټورنامنټ کې يې د ښه بالينګ په مټ د غوره لوبغاړي ډالۍ ګټلی ده ـ هغه په يوه ورځينو لوبو کې تراوسه ۲۷۹ چکې لګولي دي ـ

په همدې موده کې شاهداپرېدی د لوبې د ځينو اصولو څخه د سرغړونې له کبله د جرمانې او يا هم سزا سره مخ شوی دی ـ د ميدان خرابولو،بال شلولو او نندارچيانو ته د ګواښونو په جرم هغه څو څو ځل جرمانه شوی هم دی ـ

شاهداپرېدی د روان کې د پاکستان کرکټ ټيم د کوچ وقار يونس او د کرکټ بورډ د مشر اعجاز بټ سره د اختلافاتو روسته د کرکټ څخه تقاعد يا ريټاريرمنټ اعلان کړو ـ دکرکټ بورډ د چارواکو او شاهداپرېدي ترمنځ اختلافات د عدالتونو تر حده رسيدلي و چې پکې د کرکټ بورډ د نظم کيمټۍ په شاهداپرېدي ۴۵ لاکه روپۍ جرمانه لګولی.
XS
SM
MD
LG