د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې ناپيژاندو وسله والو د یکشنبې په شپه د واده پر کور ډزو کې يوه ميرمن وژلې او دوه تنه يې ټپيان کړي دي.
د قرغيو ولسوال سعدالله بهبود وويل، چې د يادې ولسوالۍ په چار باغ سيمه کې بيګاه شاوخوا نهه بجې ناڅرګندو وسله والو په يو کور کې د واده لپاره په ورټولو شوېو خلکو له بهره ډزې وکړې،هغه زياته کړه:
(( د ډزو په پايله کې يوه ميرمن وژل شوې او دوه تنه نارينه ټپيان شوي چې دا مهال د لغمان ولايت د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي)) .
ښاغلي بهبود دا هم وويل، چې ښايي پېښه شخصي انګيزه ولري، خو پوليسو يې پلټنې پيل کړي دي.
د قرغيو قومي مشر حاجې ملک رومل وايي، چې ياده پېښه د پاچايانو په يوې کورنۍ کې رامنځ ته شوې، قومي مشر زياته کړه:
((د کور له انګړ نه بيرون د واده پر کور ډزې شوې چې درې تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده