د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرمایه دارۍ خلاف د نړي لروبر کې لاریونونه


به یونان کې هم د روان اقتصادي بحران خلاف لاریونونه په اخ وډب او تاوتریخوالي اوړي.
به یونان کې هم د روان اقتصادي بحران خلاف لاریونونه په اخ وډب او تاوتریخوالي اوړي.

ژباړه:- فرخنده وزیر - مشال ریډیو

امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي ، په امریکا کې خلک په دې راوتلي ، چې د سرمایادار نظام د نقصانونو په اړه خپل اواز پورته کړي، او د یو عام کس د مالي مشکلاتو د حل لپاره کار وکړي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ډیوډ ایګنیشز لیکي، د سرمایادارۍ پرضد راوتلي فعالین د منهیټن په زېکوټي پارک کې د یوې مختلفې ایجنډې سره راټول شوي دي.

لیکوال وایي، دا د قاهرې د تحریر چوک د مظاهرو، د برتانییا او یونان دتیر اوړي د مظاهرو او په نوي ډيلي کې د درغلیو خلاف د رواتلیو خلکو نه جدا نظریه لري.

په امریکا کې دغه خلک وایي ، چې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن نه یوازې شته من خلک ګټه پورته کوي او له دې سره غریب لا د نورو مالي مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

ورځپاڼه لیکي د عربي نړۍ پاڅون چې دا وخت د نړۍ تر ټولو د خوښې تحریکونه جوړ شوي ، د هیوادونو لکه تیونس، مصر او لیبیا حکومتونه یی راوغورزول. په دغه پاڅونونو کې خلکو د مشر تابه بغیر د خپلو حقوقو لپاره اواز پورته کړو . او د سرمایه دارۍ، سوشلیزم ، عیسویانو او د مسلمانانو تر مینځ فرق ته یی هیڅ ونه کتل. خو په دغه ټولو تحریکونو کې یوه خبره مشترکه وه او هغه دا چې د روایتي سرمایه دارو خلاف راپاڅي او د هغوی د کالونو کالونو قبضه له مینځه یوسي.

په یورپ کې هم که د متوسط طبقې خلکو ته وکتل شي، نو په اټلي ، یونان او حتا فرانس کې هم خلک د پوروړو حکومتونو خلاف مظاهرې په دې کوي ، چې دغه هیوادونه اوس خپل ولس ته د ژوند په اسانتیاو ورکولو کې پاتي راغلې دي. په ملکونو لکه جرمني او برتانیا کې هم چرته چې د بهرنیو کډوالو شمیره په زیاتیده ده ، داسې مالي مشکلات لري.

په ملکونو لکه چین او هند کې هم د حکومتونو نه د خلکو امیدونه زیات دي ، چې له عمله یي په هغوی کې ناقراري په زیاتیدو ده. د چین د ولسي امنیت وزارت وایي ، په ۲۰۰۵ کال کې دوی د اووه اتیا زره ولسي ناقرارۍ کیسونو سره مخامخ شوي دي ، یعني هره ورځ دوه سوه اته دیرش مظاهرې شوی دي.

په هند کې هم دا شان خلک په کوڅو کې د مالي مشکلاتو له عمله مظاهرې کوي، چې په دې وروستیو کې د هند انا هزارې په ملک کې د درغلیو خلاف د لوږې هړتال کړۍ وو.

لیکوال ډیوډ ایګنیشز وایي د نړۍ په دغه ټولو هیوادونو کې د ولسونو په تحریکونو او مظاهرو کې دا خبره یوه ده ، چې حکومتونه په نړۍ کې د اقتصادی بدلونونو له عمله په دې کې پاتي راغلل، چې د دغه بدلونونو وروستو د خپل ولس مالي مشکلاتو باندې قابو ومومي.

لیکوال وایي، په امریکا کې هم خلک دې ته ګوري، چې څنګ سرمایه دارو په مارکیټونو قبضه کړې ، چې له عمله یی هره ورځ یو عام کس ته نقصان او یو سر مایه دار ته ګټه رسیږي.

ورځپاڼه لیکي امریکا د پخواني ولسمشر فرینکلن ډي روزولټ غوندې د یوه سحرانګېز مشر په دور کې ډیره خوشبخته وه، چې په بحرانونو د توان موندلو وړتیا یې د رلوده ، خو اوس دومره خوشبخته نه ده.
XS
SM
MD
LG