د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ولي کرزی طالبانو نه دی وژلی


د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی چې خپل یوه ساتونکي د سږني ۲۰۱۱م کال په ۱۲ م جولايي د سېشنبې ورځ ووژلو.
د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی چې خپل یوه ساتونکي د سږني ۲۰۱۱م کال په ۱۲ م جولايي د سېشنبې ورځ ووژلو.
هغه سړی چې درې میاشتې وړاندې یي په کندهار کې د ولسمشر حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزی وواژه، طالب نه بلکه د هغه د ساتونکو له ډلې څخه و.

د ناټو ځواکونو په څېړنو کې ښودل شوي، د ولي کرزي قاتل په کندهار کې عام خلک بې ځایه ځورول او ولي کرزي غوښتل د خلکو په مخ کې هغه سپک کړي او یا هم سزا ورکړي. قاتل چې د خلکو په مخکې یي خپل شرم نشو زغملای، ولي کرزی یي وواژه.

د ناټو جګ پوړي چارواکي چې خپل نوم یي نه دی په ډاګه کړی وایي، طالبانو د ولي کرزي د قتل ادعا کړې وه او مقصد یي دا و چې د افغانستان په جنوب کې د خپل قوت مبالغه وکړې او د بهرنیو ځواکونو امنیتي لاس ته رواړنې د خلکو له نظره وغورځوي.

د ناټو دا چارواکی وایي، د احمد ولي کرزي وژنه یو قتل و، خو سیاسي وژنه نه وه. دغه چارواکي د شنبې په ورځ ، په افغانستان کې د طالبانو د حملو د کمېدو په اړه یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې.

د ناټو چارواکي دغه راز د طالبانو هغه ادعا بې اهمیته وبلله چې وایي، د دوي وسله والو او ملاتړو د پولیسو او عسکرو لیکو ته لار پیدا کړې او په دې وروستیو کلونو کې په بهرنیو روزونکو او پوځيانو باندې حملې د دوي له خوا شوي دي.

د ناټو جګ پوړی چارواکي زیاته کړه، په افغانستان کې د ټوپک فرهنګ حاکم دی. موږ د پوځ او پولیسو لیکو ته د طالبانو د نفوذ او لار میندنې په اړه څېړنې کړې او دا راته ثابته شوي چې په زیاتو مواردو او پېښو کې طالبانو لاس نه درلود، خو هغوي له هرې حملې او پېښې وروسته ادعا کوي چې حمله دوي کړې ده.

د ناټو چارواکی وایي، په زیاتو مواردو کې حمله کوونکی یا حمله کوونکي د شخصي ستونزو او روحي فشارونو لاندې کسان وو او له طالبانو سره یي هیڅ تړاو نه درلود.

د ناټو دغه جګ پوړي چارواکي وویل، د روان ۲۰۱۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال په پرتله، په افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونه او حملې په سلو کې ۶ زیاتې شوي، خو د وسله والو ټول ټال حملې په سلو کې ۸ کمې شوي دي.

د ناټو چارواکي زیاته کړه، زیات شمېر وسله وال نه شي کولای خپلې پلان شوی حملې د خپلو مشرانو له غوښتنې سره سم ترسره کړي.

د دوي تر منځ اړیکې ګډوډ شوي او هغه څه چې غواړي، هغه نشي عملي کولای. دی وایي، طالبان په خپل دریځ کې بدلون او نرمښت مني او په دې یي هم اعتراف وکړ ، کوم پرمختګ یا لاسته رواړنه چې د بهرنیو ځواکونو په نصیب شوي، هغه په اسانۍ سره له لاسه تلای هم شي.

د ناتو دغه جګ پوړي چارواکي دا هم وویل:

"زموږ پرمختګ ریښتنی دی، خو زه یي نازک پرمختګ بولم، که چېرې موږ فشار ته دوام ورنه کړو، نو پرمختګ به په شا شي او دوام به یي هم تر پوښتنې لاندې شي.٬٬
XS
SM
MD
LG