د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکې په اړه امریکا پاکستان ته درې لارې ورکړې


د حقاني اورپکې شبکې باني مشر جلال الدین حقاني
د حقاني اورپکې شبکې باني مشر جلال الدین حقاني
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي لوړ پوړو امریکايي چارواکو ورته ویلي د ولسمشر باراک اوباما حکومت د حقاني اورپکې شبکې پر ضد نوی اقدام پیل کړی دی. امریکا ټینګار کوي د پاکستان حکومت د دې شبکې ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ پر شمالي وزیرستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د حقاني اورپکې شبکې درې وسله وال ووژل شول چې په کې یو یې مشر قوماندان وو.

د جمعې په ورځ په شوي برید کې درې یاغیان ووژل شول.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي دا برید د شاه زاده کوټ په سیمه کې شوی دی.

دا بریدونه د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه سره شوي دي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خبره په کې د حقاني اورپکې شبکې سر دفتر دی.

ورځپاڼه لیکي، پخوا پر میرام شاه داسې بریدونو ډېر کم شوي دي ځکه چې دلته د یاغیانو د پټو مشرانو په میندلو کې مشکلات ول، او دا امکان هم وو چې کېدای شي په بریدونو کې ولسي وګړي ووژل شي.

د شنبې په ورځ سهار وختي، د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې په جنوبي وزیرستان کې یوه وداني په نښه شوه. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، په دې برید کې لږ تر لږه درې اورپکي وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي په نښه کړل شوي اورپکي د ملا نذیر د ډلې ول چې پر تور دی چې له طالبانو او القاعده سره کار کوي چې تر پولې هغې خوا ته په افغانستان کې حملې وکړي.

ورځپاڼه لیکي، پر شمالي وزیرستان د پنجشنبې د ورځې په برید کې جانباز ځدراڼ ووژل شو چې د حقاني اورپکې شبکې لوړ پوړی غړی وو.

امریکايي چارواکي وايي، د ځدراڼ وژنه ښيي چې دوی له میرام شاه راتلونکو ګواښونو ته څومره په جدي نظر ګوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د ملي سلامتیا مشاور تامس ډوني لون په سعودي عرب کې د یوې پټې غونډې پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیدلي دي او ورته یې د اوباما د حکومت پیغام ور رسولی دی.

ورځپاڼه لیکي پاکستانیو چارواکو ورته ویلي، ډوني لون، کیاني ته درې لارې ورکړې. لومړۍ دا چې پاکستان دې د حقاني شبکې مشر تابه ووژني، دویم دا چې پاکستان دې د دې مشرانو د وژلو لپاره له امریکا سره مرسته وکړي او درېیم دا چې پاکستان دې د حقاني اورپکې شبکې مشران مجبوره کړي چې له پر امنه او ډیموکراټیک افغان حکومت سره یو ځای شي.

له حقاني اورپکې شبکې سره د پاکستان د تړاو په تور د امریکا و پاکستان اړیکي زښت خراب شول. دا داسې تور دی چې پاکستان ترې انکار کوي.
XS
SM
MD
LG