د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار پولیس په بمونو بار موټر نيولى


د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق
د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق


سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې په چاودېدونکيو توکو او بمونو باندې بار موټر چې له پاکستان څخه د سپين بودلک په دروازه افغانستان ته را روان وو د سرحدي پوليسو له خوا نيول شوى دى.

د چارواکيو په خبره په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې يې د پيل شويو پلټنو پر مهال د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين هم له چاودېدونکيو توکو او وسلو سره يو ځاى نيولي دي .

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق د يوې خبرې غونډې پر مهال خبريلانو ته وويل چې په بولدک سيمه کې سرحدي پوليسو له نيول شوي موټر سره د موټر چلوونکى او په زياته اندازه چاودېدونکي توکي هم نيولي چې دا مهال د
پوليسو په ولکه کې دي.


))شپېته ماينونه چې پرون له پاکستان څخه را اوښتل له موټر وان او موټر سره يو ځاى سرحدي پوليسو په بارډر نيولي دي. په دې موټر کې بارود، يو سل او پېنځويشت ريموټونه هم نيول شوي دي ، په دې سربېره نهه تنه د دولت مخالف وسله وال په کندهار ښار او ولسواليو کې له وسلو او چاودېدونکيو سره يو ځاى نيول شوي دي. همدارنګه د سړک پر غاړو يو دېرش ښخ شوي ماينونه کشف او شنډ شوي دي ))

رازق زياتوي چې په کندهار کې د پيل شويو عملياتو پر مهال په زياته اندازه نشيي توکي هم نيول شوي چې وروسته به يې بيا وسوځول شي.

)) شپږ موټرونه چې مخدره مواد پکې بار وو نيول شوي چې څلور يې سرحدي پوليسو او دوه يې پوليسو نيولي دي ، په دغه موټرونو کې سل کيلو تارياک او څلور نيم سوه کيلو چرس بار وو چې له عاملينو سره يو ځاى نيول شوي دي)).

د کندهار د ملي امنيت کارکوونکيو هم تېره ورځ په کندهار ښار او ولسواليو کې د يو تن قومندان په ګډون د وسله والو يوه پېنځه کسيزه ډله نيولې وه چې ويل کېږي د سړک پر غاړو به يې ماينونه خښول او په بهرنيو او کورنيو سرتېرو يې بريدونه کول.
XS
SM
MD
LG