د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : د بشري حقوقو سرغړونې ډېرې شوې دي.



سید شاه سقیم - کندهار

د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون کارکوونکي وايي چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د افغانستان په جنوب کې د بشري حقوقو دسرغړونې پېښې څو برابره زياتې شوې دي.

د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د خپاره شوي راپور په اساس د بشري حقوقو د سرغړونې زياتې پېښې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي دي چې په وروستيو دريو مياشتو کې ډېرې زياتې شوې دي.

د بشر ي حقوقو د سرغړونې د پېښو غټ لامل د دولت مخالف وسله وال هم دي خو دوى نه شي کولاى هغوى ته ورشي او په دې اړه يې وپوهوي.

په کندهار کې د ياد شوي کمېسيون د مشر انجينېر عبدالقادر نورزي په خبره په وروستيو دريو مياشتو کې د نا امنيو او د بشري حقوقو د سرغړونو په پېښو کې په زياته اندازه عام وګړي، ماشومان، سپين ږيري او مېرمنې وژل شوې، ډېرى ښوونځي تړل شوي او ورسره د خلکو د بې وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده.

نورزي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د روان لمريز کال په لومړيو دريو مياشتو کې يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څلوېښت پېښې ثبت کړې دي خو په وروستيو دريو ميآشتو کې دغه کچه شپږ څلوېښتو ته لوړه شوې ده.

(( له بده بخته په دې وروستيو وختونو کې د بشري حقوقو د سرغړونې پېښې د ښځو په وړاندې زياتې شوې دي. خو په عمومي توګه د عامو وګړو د وژل کېدو کچه بيا را ټيټه شوې ده. ))

نورزى زياتوي چې د کال په لومړيو دريو مياشتو کې لسو تنو مېرمنو خپل ځانونه سوځولي وو خو په تېرو دريو مياشتو کې د ځان سوځونې پېښې څوارلسو ته رسېدلې دي چې له امله اوو تنو مېرمنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

دده په خبره په لومړيو دريو مياشتوکې دوى د ترور له امله ‎د ښځو د وژلو دوې پېښې ثبت کړي. خو په وروستيو مياشتو کې دغه شمېره پېنځو ته رسېدلې ده.

نورزي زياته کړه چې په دې سربېره په لومړيو دريو مياشتو د بېلابېلو تورونو پر بنسټ دولس تنې ښځې او يوولس ماشومان زنداني شوي دي خو په تېرو دريو مياشتو کې د زنداني شويو ښځو شمېره اوولس او د ماشومانو هغه بيا شلو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه دى زياتوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د اجباري ودونو نهه پېښې ثبت کړې دي چې درې يې په لومړيو دريو مياشتو او شپږ يې په ورستيو دريو مياشتو کې شوې دي.

د هېواد په جنوب کې په ورستيو وختونو کې په کورونو کې د ښځو د وهلو او ټکولو پېښې هم د پخوا په پرتله زياتې شوې دي.

نورزى وايي چې مخکې يې د ښځو د وهلو اوو پېښې درلودې خو اوس دغه شمېره څلور دېرشو ته لوړه شوې ده.

دى د يادو شويو ټولو پېښو لامل بې سيوادي، د بې کفايته کسانو پر دندو ګمارل کېدل ، د بهرنيو سرتېرو خپلسري عمليات ، او د نا امنيو پېښې بولي.

(( زمونږ په وړاندې لويه ستونزه په جنوب کې د ناامنيو زياتې پېښې دي چې مونږ کار کولو ته نه پرېږدي او ورسره په سيمه کې له بشري حقوقو څخه د سرغړوونې پېښې هم زياتېږي ځکه په کومه سيمه کې چې نا امني وي هلته قانون نه وي او چې قانون نه وي هلته به ضرور د بشر ي حقوقو سرغړوونه کېږي. ))

د نورزي په خبره د بشر ي حقوقو د سرغړونې د پېښو غټ لامل د دولت مخالف وسله وال هم دي خو دوى نه شي کولاى هغوى ته ورشي او په دې اړه يې وپوهوي.

(( د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون د قانون پر پلي کېدو نظارت کوي. تاسي ته مالومه ده چې وسله وال مخالفين زمونږ قانون له سره مني نه . او بل دا چې مونږ نه شو کولاى هلته لاړ شو او له هغوى سره خبرې وکړو ځکه هغوى ته خو دا دوى دولت لا د سولې غوښتنې کوي خو مثبت ځواب يې نه دى تر لاسه کړى ))

د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون د کارکوونکي په خبره د هېواد په جنوبي سيمو کې ځينې ناوړه دودونه او رواجونه هم د دې لامل شوي دي چې خلک د بشر له حقوقو څخه سرغړونه کوي. دوى وايي دولت او نړيواله ټولنه بايد د دغسې رواجونو د له مېنځه وړلو د پاره پراخ تبليغات وکړي کنې نو وېره لري چې د بشر له حقوقو څخه د سرغړونو پېښې به په را روانو دريو مياشتو کې نورې هم زياتې شي.
XS
SM
MD
LG