د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د ۴ بلوڅانو مړي موندل شوي


په بلوچستان کې تېښتول شوي کسان د وژل کېدو وروسته غورځول کېږي.
په بلوچستان کې تېښتول شوي کسان د وژل کېدو وروسته غورځول کېږي.

په بلوچستان کي د امنیتي ځواک لیویز چارواکو ویلي ،دوی د ۴ کسانو مړي موندلي دي.په دوی کې د دوو مړي د خضدار د باغبانې په سیمه کې موندل شوي چې د غلام الله او ولید بلوڅ په نامه یې پېژندګلو شوېده.

د خضدار ځایي خبریال محمد اکرم په وینا،غلام الله د ٫٫بلوچ وطن مومنټ٬٬ نومي سازمان او ولید بلوڅ د بلوڅ زدکونکو سازمان،بي-ایس-او غړی وو د هغه په خبره ،غلام الله ۲ میاشتې مخکې له کراچۍ څخه نامالومو وسلوالو تیښتولۍ وو او ولید بلوڅ د روان کال د اګسټ پر ۸مه نیټه د خضدار له باغبانې سیمې څخه تیښتول شوی وو.

له مکرانه د لیویز چارواکیو مشال ریډیو ته وویل دوی د سمیر رند او خالق داد په نامه د دوو کسانو مړي تر لاسه کړي دي.دغه دوه کسان هم بلوڅ سیاسي کارکونکي یاد شوي دي.

په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې په بیا بیا خلک له خپلو کورونو یا هم له نورو ځایونو پورته کېږي چې بیا یې د وژل کېدو وروسته مړي غورځول کېږي.په وژل شویو کې ډېری یې له بلوڅ ملتپالو سره تړاو لري او د دوی وژلو پړه بلوڅ ملتپالي د پاکستان پر استخباراتي ادارو اچوي.خو هغوی له دې انکار کوي.

د پاکستان لپاره د بشري حقوقو ادارې په بلوچستان کي د سیاسي کارکونکو پر تیښتونو او وژنو د سخته اندیښنه ښودلې.د دغي ادارې د مکران څانګې مشر،عبدالغني پرواز د مشال ریډیو له خبریال نیاز موسی خیل سره په خبرو کې وویل،د بشري حقوقو د سر شمیرنې پر اساس،یوازي په مکران کي له تیر یوه کال څخه نږدې ۱۵۰ کسان له تیښتولو وروسته وژل شوي دي او شاوخوا ۴۰ کسان بې درکه دي.

د عبدالغني پرواز په خبره ځینې سرچینې بیا وايي چې له ټول بلوچستانه څوارلس زره سیاسي کارکونکي بې درکه شوي دي.دی زیاتوي ،زموږ په ریکارډ کي دغه شمیرنه په زرګونه نه،بلکه په سلګونو ده.ده دې دا مطلب هم نه دی چي زموږ شمیرنه صحیح ده،ولې چي موږ یوازې هغه نومونه رجسټر کړي،چي د کورنۍ غړي یې موږ ته راغلي او له موږ سره یې ځانګړي فارمونه جمع کړي دي او داسي بې شمیره کورنۍ شته، چي ځپلي دي،خو تر موږ یې حال نه دی رارسېدلی.بله خبره دا چي د نا تصدیقه مالوماتو له مخي،له تیښتولو وروسته چي کوم کسان وژل شوي دي،دهغو شمیره نږدې ۶ یا ۷ سوه ده((.

دا چي د پاکستان لپاره د بشري حقوقو اداره د بې درکه کسانو د راخوشي کولو لپاره څه هڅي کړي او که څنګه؟د ادارې چارواکۍ،عبدالغني پرواز زیاتوي چي دوي خپلي هڅي کړې.کوم څوک چې تر دوی ځان ورسوي،دوی د هغو لپاره په عدالتو کې قانوني مرسته کوي او په وکیلانو د دوی کیسونه اوروي او د دوی د دغو هڅو په نتیجه کي په سلاوو کسان خوشي کړل شوي هم دي.

یاده دي وي،چي له تیرې اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان کي د سیاسي کارکونکو د تیښتونو او وژنو لړۍ دوام لري.د بشري حقوقو اداره وایي،حکومت په دغه لړ کي هیڅ پلټني هم نه دي کړې او نه داسي مالومیږي چي په راتلونکي کي به یې وکړي.په سیمه کي خلک په دا نظر دي چي د نورو سیاسي کارکونکیو د وژنو په شان،د خضدار او مکران د دې تازه پیښو پلټني به هم نه وکړل شي او دا ٫٫کیسه٬٬ به هم تر درنو فایلونو لاندي پټه کړل شي.
XS
SM
MD
LG