د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره د آی ایم ایف نوی تړون


اسرار عالم مومند، مشال راډیو


پراګ
- د پیسو نړیوال صندوق آی ایم ایف ویلي د افغانستان د بانکونو نظام کافي ښه شوی دی او دوی غواړي افغانستان ته د پور ورکولو پروګرام بیا نوی کړي.

آی ایم ایف چې هیوادونو ته مرستې او پورونه ورکوي، وايي دوی له افغانستان سره داسې تړون ته رسېدلي دي.

د تړون ترمخې به آی ایم ایف تر درو کالونو، له افغانستان سره د پور پروګرام نوی کړي.

له دې سره به افغانستان ته لویه مالي مرسته ورسېږي. او د نړیوالو مرستندویه هیوادونو لخوا به پر له اوږدې مودې راهیسې روانه بې اعتمادي ختمه شي.

آی ایم ایف له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې له افغانستان سره په زیاتره برخو کې خپل د مرستو پروګرام تر هغې وروسته درولی وو چې په کابل بانک کې د درغلۍ کېس مخې ته راغی.

د کابل بانک بحران دومره ژور شوی وو چې تېری دا بانک نړېده.
XS
SM
MD
LG