د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ، له اورپکو سره اړیکي لري: اوباما


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما
واشنګټن - د امریکا ولسمشر باراک اوباما د پنجشنبې په ورځ ویلي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له امریکا ضد اورپکو سره اړیکي لري.

د اوباما په خبره، دا کار د دواړو هیوادونو تر منځ سټراتیژیکي تړون له ګواښ سره مخامخوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن هم د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ایس آی تور پورې کړی وو چې دا له حقاني اورپکې شبکې سره اړیکي لري.

ملن ویلي ول، د حقاني اورپکه شبکه د آی ایس ای ((مټ)) دی.

پاکستان له دې تورونو انکار کړی دی.

د ولسمشر باراک اوباما د څرګندونو په اړه د مشال راډیو خبریال هارون باچا دا رپورټ جوړ کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

اوباما وايي د پاکستان پوځ د امریکا ضد اورپکو سره اړیکي لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG