د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په تګلارو کې د پښتنو قبایلو غږ؟


د کورمې اجنسۍ د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتنو قبایلي سیمو په قامي اسمبلۍ کې پارلماني مشر حاجي منیرخان اورکزي ،د مشال ریډیو د پراګ سټوډیو کې له عبدالحي کاکړ سره.۵ اکتوبر،۲۰۱۱
د کورمې اجنسۍ د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتنو قبایلي سیمو په قامي اسمبلۍ کې پارلماني مشر حاجي منیرخان اورکزي ،د مشال ریډیو د پراګ سټوډیو کې له عبدالحي کاکړ سره.۵ اکتوبر،۲۰۱۱
د پاکستان قبایلي علاقې چې دا وخت د ترهګرۍ ضد نړیوالې جګړې مرکز جوړ شوی،له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې جنګ ځپلي دي.دغه جګړې د قبایلي سیمې انتظامي،سیاسي،ټولنیز او کلتوري چوکاټونه سخت اغېزمن کړي دي.

په لکونه پښتانه اوس هم د پاکستان په نورو برخو کې د بې کورۍ ژوند تېروي .دغه پښتانه په پارلمان کې خپل منتخب غړي خو دوی وايي چې د پاکستان په هغه پالیسیانو کې چې د دوی په اړه جوړېږي پکې د دوی ضرورتونو او غوښتنو ونډه د نېشت برابره ده.

همدا او وسره تړلې نورې مسلې مو د مشال تر رڼا بحث کې دلته پراګ ته راغلي له کورمې اجنسۍ نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتنو د قبایلي سیمو په قامي اسمبلۍ کې پارلماني مشر حاجي منیر اورکزي سره څېړلي چې کوربه عبدالحی کاکړ دی.

د پاکستان په تګلارو کې د پښتنو قبایلو ږغ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG