د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د لوډشېډینګ ضد له تشده ډکې مظاهرې


د لوډشېدينګ پر ضد د پاکستان په لروبر کې مظاهرې روانې دي.
د لوډشېدينګ پر ضد د پاکستان په لروبر کې مظاهرې روانې دي.

مجيب الرحمان انګار ،پيښور

له تیرو څو کلونو راهیسې د بریښنا د نشتوالي او کموالي ستونزې په ټول پاکستان کې سخت مشکلات رامنځ ته کړي دي او د هر کال په تیریدو لا پسې پراخیږي.

دا مهال په پاکستان کې په هرو څلرويشتو ساعتونو کې له پينځلسو تر شلو ساعتو پورې بریښنا بنده وي.

د سې شنبې ورځ په پاکستان کې یوه له تاوتریخوالي ډکه ورځ وه چې د سیند او پنجاب په ډیری لویو او وړو ښارونو کې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې وشوې.

پاریدلیو مظاهرينو په لاهور،کراچۍ،ګوجرانواله،چینوټ،سيالکوټ او نورو ګڼو ښارونو د بریښنا پر دفترونو حملې وکړې او ډیری ودانیو ته یې اور ورته کړ او ګواښ یې وکړ چې که د لوډشېډینګ ستونزه حل نشي خپل احتجاج ته به لا پسې دوام ورکړي.

دغه مظاهرې وروسته له هغې وشوې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د برېښنا پرله پسې لوډشېډینګ یووارې بیا سر راپورته کړی.

د نور پاکستان په پشان په پيښور کې هم په هرو څلرويشو ساعتونو کې له پينځلسو تر شلو ساعتو پورې بریښنا بنده وي چې له امله یې د ژوند ډیری برخې په ټپه دریدلي.
د پښتونخوا په سوات کې هم زدکونکو د لوډشېډینګ پر ضدمظاهرې کړې وې
د عرفان په نوم یو هټیوال وايي د بریښنا نشتوالي ددوی پر کاروبار ډیر منفي غیز کړی او هره ورځ یې یخچالي توکي او نور خواړه ضایع کیږي.

جانس خان چې یو زده کوونکی دی او په یوه خصوصي هاسټل کې اوسېږي وايي په هاسټل کې جنراتور نه لري او کله چې بریښنا لاړه شي نو ټوله شپه له میاشو سره په جنګ وي.

رسول خان بیا د ګاونډیانو د جنراتورونو له شوره شکایت کوي او وايي، چې له یوې خوا یې ګرمي زوروي له بلې خوا د شاوخوا کورونو او لویو ودانیو ستر ستر جنرېټرونو دومره شور جوړوي چې دوی له خوبه باسي.

اووه کلنې ملالۍ چې د میاشو د چیچلو له وجې یې لاسونه پړسیدلې وايي، له سهاره تر ماسپښینه په ښوونځي کې بريښنا نه وي او چې شپه شي نو په کور کې له بریښنا بې برخې یو، د میاشو له لاسه هیڅ خوب نشم کولی٬٬

د بریښنا وزارت چې تر څو میاشتو وړاندې به یې په لنډ وخت کې ددې ستونزې د زر تر زره اواري خبرې کولې خو په دې وروستیو کې په دې باب له هر ډول تبصرې نه ډډه کوي.

بلخوا ددې وزارت یوه چارواکي عبدالله یوسف د سه شنبې په ورځ له یوه ځايي تلويزيون سره په خبرو کې ددې ستونزې اصلي ملامتي پخپله پر ځینې سرکاري ادارو ور واچولوه.

نوموړي وویل په سیندونو کې د اوبو د کموالي او نورو تخنيکي ستونزو ترڅنګ دولت کافي بودجه نه ورکوي څو نور اړین توکي پرې راونیسي،په حقیقت کې دا ستونزه درې ستر لاملونه لري،یو دا چې موږ ته کافي بودجه نه راکول کيږي او موږ دومره پيسې نه لرو چې د مشینونو د چلولو لپاره پرې د سوند مواد را ونیسو،دویم دا چې ځینې هغه مشینونه یا ټرباینونه چې په ګېس چلیږي یو دا چې ځينې یې له فعالیته لویدلي او بل د مالي ستونزو له وجې په کافي اندازه ګېس نه را رسیږي.٬٬

نوموړی وايي پاکستان دا مهال د شاوخوا اووه زره میګاواټه بریښناله کموالي سره مخ دی او که پروخت یې غم ونه خوړل شي په راتلونکي کې به دا ستونزه لاپسې زیاته شي.

که څه هم تر اوسه لا په پښتونخوا کې د پنجاب پشان لویې او له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې ندي شوي خو عرفان چې یو دوکاندار (هټیوال) دی ګواښ کوي چې که دا ستونزه حل نشوه نو له پنجابه پيل شوې دا لړۍ به ډیر زر تر پيښوره هم راورسیږي، که دا مسله حل نشي نو د پښتونخوا خلک به هم په دې مجبور شي چې سړکونوته راووځي او په مظاهرو به لاس پورې کړي٬٬

په پاکستان کې د بریښنا کموالی او نشتوالی څه نوې خبره نده ځکه چې ددې هیواد له جوړیدو راهیسې کال دولس میاشتې په ځانګړې توګه په اوړي(دوبي) کې په بیا بیا په ټول هیواد کې د بریښنا لوډشېډینګ روان وي.

خو له تیرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې سره له دې چې د ګرمۍ زور مات شوی او په کورونو کې د بریښنا د برقي الاتو استعمال هم ورسره کم شوی خو له دې هرڅه سره سره د بریښنا لوډشېډینګ دومره زیاته شوی چې په تیرو ډیرو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.
XS
SM
MD
LG