د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د سرحداتو وزیر له ځانمرګي بریده روغ وتی


د افغانستان د سرحداتو وزير او د هېواد په جنوب کې د دولت نظامي مسول اسدالله خالد
د افغانستان د سرحداتو وزير او د هېواد په جنوب کې د دولت نظامي مسول اسدالله خالد
سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار په حاجي عرب سيمه کې یوه برید چې ځانمرګی بلل کېږي د بريد کوونکي په ګډون درې تنه وژلي او نولس نور یې ژوبل کړي دي.

د افغانستان د سرحداتو وزير او د هېواد په جنوب کې د دولت نظامي مسول اسدالله خالد رسنيو ته ويلي دي چې بريد هغه وخت شوى دى چې څو شېبې وړاندې د پېښې له ځاى څخه دده موټر تېر شو.

د کندهار د امنيتي چارواکيو په خبره په بريد کې په وژلو شويو اوټپي شويو کسانو کې پېنځه تنه ماشومان هم شامل دي چې يو پکې وژل شوى او څلور نور ژوبل دي . .

د کندهار د امنيه قومندان سيکرټر عبدالله وايي چې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي چې په چاودېدونکيو توکو بار رکشه د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه ښار ته روانه کړې وه هدف ته تر رسېدو وړاندې چاودېدلى چې پکې ټوله مرګ ژوبله عامو وګړو ته اوښتې ده.


ټاکل شوې وه چې د سراحداتو وزير به نن په ډنډ ولسوالۍ کې په يوه غونډه کې برخه واخلي.

بلخوا یوه ځان وژونکي نن غرمه شاخوا دولس نیمي بجې د پولیس په یونیفورم کې د کندهار د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د کابل بانک څانګې مخې برید کړی چې پکې د افغان ملي پوځ یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه منلى . خو افغان چارواکي ددغه ډول پېښو پړه په وسله والو طالبانو اچوي.
XS
SM
MD
LG