د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سند صوبه کې ډنډ سيلابي اوبه ناروغي خوروي


ډاکټران د سیند په ګڼو سیمو کې د سیلاو ځپلو ناروغانو طبي خدمتونه کوي
ډاکټران د سیند په ګڼو سیمو کې د سیلاو ځپلو ناروغانو طبي خدمتونه کوي

ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

په سند صوبه کې د سيلاب ځپلې سېمې نوابشاه استوګن وايي، چې د ضلعې له مرکزي ښار څخه سيلابي اوبه ويستل شوي دي ،بازارونه خلاص شوي او ښار کې ژوند بېرته عادي حالت ته ستون شوی دی خو د ښار چارچاپيره سيمو کې د باران له دريدو څه باندې يوه مياشت وروسته لا هم سيلابي اوبه ډنډ ولاړې دي ـ

د سېمې يو استوګن علي رحمان مشال ريډيو ته ويلي دي چې ښاري سېمه کې سړکونه وچ شوي دي خو د ضلعې کلي او بانډي له سيلابي اوبو څخه ډکې دي

،،په ښار کې اوبه اوس نشته خو په کلو کې اوبه ډنډ ولاړې دي ، د زياتره خلکو کورنه راغورځيدلي دي ،خلک اوس په خيمو کې پراته دي ـ چاته امدادي سامان ميلاويږي او چاته نه ـ د چا چې زور چليږي هغوي ته خوراک ،څاروي هم د زياتو ماشو له وجې زياتره مړه شوي دي ،،

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف ويلي دي چې له سيلاب څخه متاثره شوي زياتره ماشومان ناروغان دي ـ

د کراچۍ او حيدراباد نه د ډاکټرانو ډلې سيلاب ځپلو سيمو ته د درملنې په موخه رسيدلي دي ـ د ډاکټرانو په ډله کې شامل يو تن ډاکټر سريش کمار مشال ريډيو ته وویل ،،د ماشومانو روغتياي حالت ډېر خراب دی ، په دې سيمو کې ډېری ناروغان په مليريا،هيضه او د پوستکي او خارښ په مرضونو اخته دي.د معیادي تبې ناروغان هم زيات دي ،،

د ډاکټر کمار په خبره یو بل کس ته لګېدونکې ناروغۍ هم ریاتې شوې دياو ناروغۍ لا په خورېدو دي.

د يادونۍ وړ ده چې د طبعي ناروينونو د نظم ادارې مشر ظفر اقبال وار دمخه ويلي دي چې د سند صوبې سيلاب ځپلو ټولو سيمو څخه اوبو ويستلو کار به دوه نورې مياشتې او يا هم ددې څخه زياته موده واخلي ـ

چارواکي وايي سږونو سيلابونو د سند صوبې نولس لاکه هيکټره کرهنیزه زمکه لاندې کړې ده چې له وجې يې نه يوازې په دغه زمکه ولاړ د پنبې ،مرچ،پاپيتې او ګني فصلونه تباه شوي دي بلکې د غنمو راتلونکې فصل لپاره یې هم زمکه خرابه کړېده ـ
XS
SM
MD
LG