د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان :استاد رباني یوه پاکستاني وګړي وژلی دی


د افغانستان د سولې عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د افغانستان حکومت وايي د سولې عالي شورا د مشر برهان الدين رباني وژنه په پاکستان کې پلان شوې وه او هغه تن چې ځان وژونکى بريد يې کړى، په اصل کې د پاکستان د چمن سيمې اوسېدونکى و.

د افغانستان جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، د استاد رباني د وژنې د څېړنې لپاره ټاکل شوي کميسيون، چې د دفاع وزير يې مشري کوي، د يکشنبې په ورځ د خپلو څېړنو او لاسته راوړنو راپور ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړ او دوى وويل، لاسته راغلي اسناد او شواهد، دغه راز هغه اعترافات چې په دې قضيه کې له نيول شوي کس څخه ترلاسه شوي، څرګندوي چې دغه بريد په پاکستان کې پلان شوى و.

د سولې عالي شورا مشر برهان الدين رباني تېره ميلادي مياشت په خپل کور کې د يوه تن له خوا چې چاودېدونکي مواد يې په خپله لنګوټه کې ځاى پر ځاى کړي و، ووژل شو. دغه کس ځان د طالبانو قاصد معرفي کړى و.

وسلوالو طالبانو د ښاغلي رباني د وژنې مسووليت نه دى منلى، خو افغان دولت وايي چې دغه وژنه د کوټې شورا له لوري د پاکستان په مرسته شوې ده.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست چارواکو پرون وويل چې د ښاغلي رباني د قتل په باب يې ځينې اسناد او شواهد په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلي دغه اداره وايي راټول شوي اسناد ثابتوي، چې دغه وژنه په پاکستان کې پلان شوې وه.

په داسې حال کې چې نن کابل د پاکستان پر خلاف د زرګونو کسانو د مظاهرې په صحنې بدل شوى و، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل افغان دولت اړ دى وګوري چې پاکستان لکه څنګه چې ژمنه کړې د وسلوالو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې څه اقدامات کوي.

له دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي وو، چې افغان دولت نور د طالبانو پرځاى له پاکستان سره د سولې خبرې کوي، ځکه له طالبانو سره خبرې کومه ګټه نه کوي.
XS
SM
MD
LG