د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممتاز قادري ته دوه ځله د مرګ سزا


د سلمان تاثیر وژونکی ممتاز قادري. د ممتاز قادري په غاړه کې د ګلانو هار دی. د جنورۍ ۵مه.
د سلمان تاثیر وژونکی ممتاز قادري. د ممتاز قادري په غاړه کې د ګلانو هار دی. د جنورۍ ۵مه.
مشال راډیو


پراګ
- په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولې ده.

په راولپېنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت قادري ته دوه ځله د مرګ او د ۲۰۰۰۰۰ روپۍ جرمانې سزا اورولې ده.

د ممتاز قادري د مقدمې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې کېده.

سلمان تاثیر د روان (۲۰۱۱ز) کال د جنورۍ په څلورمه، خپل ساتونکي ممتاز قادري په اسلام اباد کې وژلی وو.

د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر انځور.

قادري ویلي ول چې سلمان تاثیر یې ځکه وواژه چې د اسلام د پیغمبر ص، سپکاوی یې کړی وو.

د معاملې د اورېدنې پر مهال، د ترهګرۍ ضد د عدالت قاضي جسټس سید پروېز علي شاه وویل چې ممتاز قادري په خپل بیان کې جرم منلی دی، او ویلي یې دي چې د سلمان تاثیر وژلو ته هیڅ کس نه دی لمسولی.

عدالت ویلي چې قادري په اووه ورځو کې د سزا پر ضد اپیل کولای شي.

کله چې ممتاز قادري، د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تاثیر وواژه نو تر دې وروسته عدالت ته په لومړي ځل د وړاندې کېدو پر مهال وکیلانو هغه ته په غاړه کې ګلان واچول او د هغه په حق کې یې نعرې ووهلې.

سلمان تاثیر د یوې عیسوۍ ښځې، آسیه بي بي، چې د پیغمبر د سپکاوي په تور تورنه ده، د هغې د سزا د بښلو هڅې کولې چې ووژل شو.

د سلمان تاثیر زوی شهباز تاثیر د اګست په میاشت کې نامالومه کسانو له لاهوره وتښتاوه او تر اوسه یې هیڅ پته نه شته چې چېرې دی او چا د کومو وجوهاتو پر اساس تښتولی دی؟
XS
SM
MD
LG