د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې په پاکستان تورونه لګول ودروي


پاکستان امریکا ته خبرداری ورکړی له دې تور لګولو دې لاس واخلي چې ګواکې دوی له اسلامي اورپکو سره دوه مخې لوبه کوي.

وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني رویټرز خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي د امریکا لخوا په پاکستان کې دننه د حقاني ډلې د وسله والو خلاف هر ډول یو اړخیز ګام به د دوی د خاورې د ملي حاکمیت او خپلواکی خلاف سرغړونه وي.

خو نوموړي دې پوښتنې ته ځواب ونه ویلي چې پاکستان د واشنګټن دقهر سړلو لپاره کومې هلې ځلې کړې دي که نه.

په هم دې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارنی ویلي پاکستاني حکومت ته پکار ده چې د کړیو خلاف ګام اوچت کړي چې له حقاني ډلې سره په رابطه کې دي .

بلخوا له امریکا سره د اوسنیو خرابو تعلقاتو په اړه وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سبا د زیارت په ورځ د ملک د ټولو سیاسي ډلو غونډه رابللې ده.
دخیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر وايي دایو ګټورګام دی چې دهیواد ټول سیاسي ګوندونه دپاکستان او امریکې په اړیکو خپل نظر له یو بل سره شریک کړي .

بل پلو دجمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان ویلي چې پاکستان دې دامریکا سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
XS
SM
MD
LG