د لاسرسي ځای

تازه خبر

پآکستان په افغانستان کې سولې ته ژمن دی


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر وايي هیواد یې ژمن دی چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې دسولې د رامنځ ته کولو لپاره مرسته وکړي او د افغانستان او امریکا له حکومتونو سره ددغه موخې د ترلاسه کولو لپاره به همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د نهې په ورځ د هغې څرګندونې په دا نژدو کې د امریکايي چارواکو د هغو تورونو وروستو راغلې چې دپاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی یې له حقاني شبکې سره په لاس درلودو تورنه کړې چې د افغانستان په سرښار کابل کې د سیپتمبر په دیارلسمه نیټه پر امریکايي سفارت په ترسره شوي برید او نورو ورته بریدونو کې ورباندې د لاس لرلو تور لګېږي.

خوپاکستان داتورونه رد کړي دي. حنا رباني کرزیاته کړه چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ ښکار ګرځیدلی.

"دپاکستان تر ټولو مقبوله سیاسي مشره بي نظیر بوټو په دوه زره اوم کال کې ووژل شوه ، د ګڼ شمیر سیاست والو زامن، وروڼه او پلرونه په ترهګري کې وژل شوي ، زموږ کوڅې د پوځ او د پولیسو د امنیتي پوستو نه ډکې دي، موږ بې له تالاشۍ پارکونو ، بازارونو ، جوماتونو او کلیساو ته نه شو تلای ، اورپکو دپوځ په دفترونو او د مذهبي مشرانو په زیارتونو او په اقلیتونو بریدونه کړي دي. "

په خپله وینا کې حنا رباني کر یو وار بیا داخبره یاده کړه چې پاکستان د اورپکو دا ډول مرګوني بریدونه غندي او د ترهګرۍختمولو ته ژمن دی.

په دا نژدو کې په پلازمېنه کابل کې د امریکا پر سفارت د ترهګرو بریدونو وروسته د امریکا او پاکستان تعلقات ترینګلي شوي دي او په امریکا کې چارواکي وايي، چې پاکستان باید په خپله خاوره دننه د اورپکو مرکزونه ووهي که نه نو دوی به یې پر وړاندې ګام پورته کړي.
XS
SM
MD
LG