د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د حقاني شبکې پر ضد برید ونکړي


سرج الدین حقاني د حقاني اورپکې شبکې مشر
سرج الدین حقاني د حقاني اورپکې شبکې مشر
رویټرز خبري اژانس ليکي د پاکستان پوځ ویلي لوی درستیز جنرل اشفاق پرویز کیاني د اتوار په ورځ د امنیت په حالاتو خبرو لپاره د پوځ لوړ پوړو قومندانانو سره لیدلی دی، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او امریکا تر مینځ ترخې خبرې شوي دي.

امریکا په پاکستان تور لګوي چې استخباراتي اداره آی ایس آی یې د حقاني شبکې ملاتړ کوي. واشنګټن په کابل کې د امریکا په سفارتخانې او په نورو هدفونو د وروستي برید لپاره دغه ډله ذمه واره ګرځوي.

خبري اژانس د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې حواله ورکوي چې پوځي مشران په دې رضا شوي ، په شمالي وزیرستان کې د دې ډلې پر ضد د کاروایی کولو مخالفت به کوي چې امریکا یې په بیا بیا غوښتنه کوي. دغه ورځپاڼې سره یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي دي.

پاکستان د حقاني شبکې سره د تعلقات لرلو خبره ردوي او وایی پوځ یی په شمالي وزیرستان کې لا عملیات کولو ته تیار نه دی ځکه چې له اول نه په نورو قبایلی سیمو کې په کاروایي کې بوخت دي. کارپوهان وایي که چېرې پاکستان د دې ډلې پر ضد د کاروایي کولو هڅه وکړي نو ډېر ځاني زیان سره به مخامخ شي. ځکه چې دغه ډلې په غرنیو سیمو کې خپل ځان غځولی دی او د نورو اورپکو ډلو سره یی تعلقات جوړ کړي دي.

خبري اژانس ليکي د یادې شوې ډلې مشر سراج الدین حقاني وایي په پاکستان کې نور پټن ځاینو ته ضرورت نه لري او په افغانستان کې ځان زیات محفوظ ګڼي.

رویترز ليکي په کابل کې په ورستیو کې د برید په اړه امریکایي چارواکي وایي د برید پر مهال برید کونکي د پاکستان د استخباراتي ادارې له ځينو مشکوک کسانو سره په رابطه کې وو. چې د دوی تر مینځ ریکارډ شویو خبرو نه داسې معلومات تر لاسه شوي دي.

خبري اژانس ليکي د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک مولن دا تور لګولی چې په برید کې آی ایس آی له حقاني شبکې سره مرسته کړې وه. او د برید لپاره یی اسلام آباد ذمه وار وګرځولو.

د پاکستان حکومت او پوځ دغه تورونه ردوي. او د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ويلي د دې تورونو سره به یواځې د امن دښمنانو ته ګټه ورسیږي.

بل لورې اې ایف پي خبري اژانس ليکي د اتوار په ورځ د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړي جنرل د امریکا په دې تورونو اندېښنه څرګنده کړې او په دې خبره یی زور راوړی چې یواځې د خپل منځي باور او همکاري سره په سیمه کې امن راتللی شي.
د پاکستان د ګډو ځواکونو مشر جنرل خالد شمیم وايي دغه رد عمل د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال جیمز میټیس سره په ملاقات کې ښکاره کړی.

خبري اژانس ليکي شمیم وايي د امریکا لخوا د منفي بیانونو په اړه اندیښنه ښکاره کړه او په دې خبره یی زور واچولو چې په هغه جزویاتو دې خبرې وشي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ تعلقات یې له سختو پيچلیو حالا تو پر مهال خراب کړي دي.

امریکایی جنرال جیکز میتس د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني او د ګډو ځواکو مشر سره په ملاقات کې د نړیوالو امنيتي هڅو په لړ کې د پاکستان په مهم کردار رڼا واچوله چې د پاکستان او افغانستان د خلکو لپاره ضروري ده.

د دې تر څنګ نوموړي د امریکا، پاکستان او په سیمه کې د نورو هیوادونو تر مینځ د مستقل پوځي تعاون خبره هم وکړه. د خالي په ورځ د دغه ملاقات په اړه پاکستاني چارواکي وایي د دواړو هیوادونو تر مینځ کشالې په هوارولو کې به مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG