د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېنییايي نوبل ګټونکې مړه شوه


په کینیا کې د نوبل انعام ګټونکې ونګاري ماتای د هېواد په پلازمېنه نیروبي کې هغه مهال مړه شوې ده چې د سرطان درملنه یې روانه وه.

د نوموړې عمر ۷۱ کاله وو. نوموړې په ۲۰۰۴ز کال د امن لپاره د نوبل جایزه وګټله. ماتای لومړۍ افریقايي ښځه ده چې نوبل انعام یې ګټلی دی. هغې ته دا جایزه د چاپېریال ساتنې، د ښځو د حقونو، او شفاف حکومت لپاره د هڅو په نتیجه کې ورکړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG