د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان جنوب کې امنیت ښه شوی دی


د افغانستان د جنوبي ولایتونو امنیتي چارواکي په کندهار کې د غونډې پر مهال
د افغانستان د جنوبي ولایتونو امنیتي چارواکي په کندهار کې د غونډې پر مهال

سيدشاه سقيم - کندهار


د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې مېشت بهرني سرتېري او افغان چارواکي وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې بې ساري پرمختګونه کړي دي او په لنډه موده کې به د جنوب لوېديزې حوزې ځينې سيمې چې اوس له وسله والو سره دي بېرته ونيسي.

ارزګان ولایت د امنیت له پلوه ښه دی خو بیا رغونې ته ډېره زیاته اړتیا لري.

د کندهار په هوايي ډګر کې د ملي اردو د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو د غونډو په تالار کې د جنوب لوېدېزي حوزې په کچه د امنيتي وضعيت، حکومتدارۍ، لاسته راوړنو او راتلونکيو پلانونو د څېړنې په موخه جوړې شوې شپږ مياشتنۍ غونډې ته په جنوب کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ټيري د وينا پر مهال وويل چې له تېر کال را په دې خوا يي زيات وسله وال وژلي، سيمې يې ورڅخه نيولې او دا مهال امنيت د تېر په پرتله زيات ښه شو ى دى.

زموږ او ستاسي د فعاليتونو يوه تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې دا مهال د جنوبي ولايتونو په لويو لارو امنيت ټينګ شوى دى او دا مهال نه يوازې زموږ سرتېري بلکي افغان سرتېري او عام وګړي کولاى شي په ډاډه زړه په دغو لارو تګ راتک وکړي. خو يوه خبره بايد وکړم هغه دا چې د ټولو ستونزو د حل لاره يوازې په ټوپکو او بمونو پورې نه ده تړلې د سولې د راتګ لپاره موږ د واليانو ښې حکومتدارۍ ته اړتيا لرو چې بايد د سيمې له اوسېدونکيو سره ښې اړيکې ولري چې څنګه بايد د ولس په خوښه موږ وکولاى شو د ولس خدمت وکړو.

په کندهار کې د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس بيا وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې تر ټولو غټه او مهمه لاسته راوړونه پوليسو ته چې زياته برخه يې بېسواده دي د ليک لوست ښودل دي . دى وايي په دې سربېره يې پوليس د پخوا پر پرتله پياوړي شوي هم دي او په زياتو سيمو کې يې مخالف لوري ته ماتې ورکړې ده.

سره له دې چې زموږ پوليس له ډېرو تهديدونو سره مخامخ دي خو بيا يې هم ډېر پرمختګ کړى دى يوازې په تېرو شپږ مياشتو کې پوليسو د مخالف لوري د درې سوه دوي تنو په شا و خوا کې وسله وال له مېنځه وړي دي . په دې سربېره زموږ د پوليسو تعليم او تربيې زيات پرمختګ کړى دى چې په دې برخه کې زياته مرسته راسره بهرنيو سرتېرو کړې ده

دى وايي چې دا مهال پوليسو ته يوازې د سړک پر غاړو د ښخو شويو ماينونو د چاودېدو له امله ستونزې جوړېږي چې په لنډه موده کې به له دې غمه هم خلاص شي. او پوليسو به وتوانېږي چې ماينونه کشف او خونسا (پوچ) کړي.

احساس زياته کړه چې په نږدې شپو کې به د کندهار غورک او ميانشين ولسوالۍ چې دا مهال پکې وسله وال ستون لري پاکې او فعالې کړي.
د ارزګان ولایت دېراوت ولسوالی

د روزګان ولايت والي محمد عمر شېرزاد بيا وايي چې که څه هم په دغه ولايت کې يې امنيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى دى خو يوازينۍ ستونزه چې دوى يې اوس هم لري هغه د بيا رغوونې د کارونو نشتوالى دى چې نه خو په دې برخه کې دولت او نه هم نړيوالو ځواکونو ورته پاملرنه کړې ده.

په روزګان کې د ټولو ولسواليو سړکونه خراب دي. له کندهار د روزګان تر مرکز ترينکوټ پورې هم سړک خام دى، په دې سربېره د پوهنې او روغتيا په برخه کې هم ستونزې لرو چې بايد دولت او نړيواله ټولنه زموږ دغو ستونزو ته زياته پاملرنه وکړي

د جنوبي لوېدېزي حوزې په کچه دغه غونډې په هرو شپږ مياشتو کې يو ځل کېږي چې پکې افغان او بهرني چارواکي د جنوب لوېدېزي حوزې په کچه د امنيتي وضعيت، حکومتدارۍ، لاسته راوړنو او راتلونکيو پلانونو په اړه څېړنې کوي.
XS
SM
MD
LG