د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د فرقه یزې ترهګرۍ بلا په مظبوطېدو ده


پاکستان د یو شمیر نورو ستونزو ترڅنګه د فرقه ایزې ترهه ګرۍ سره هم مخامخ دې. دي ایکسپریس ټریبیون خپله اداریه کې لیکي چې حکومت په ترهه ګرۍ کې دککړ خلکو خلاف مناسب ګامونو پورته کولو کې ناکامه دې او که دا حال وي نودفرقه ایزې ترهه ګرې بلا به نوره هم مظبوطیږي.


پاکستانی ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون پخپله اداریه کې لیکي د ناقانونه ګرځول شوي سخت دریزه ډلې لشکر جهنګوي د مشر ملک اسحاق تیر شوي وخت ته په کتو سره ثابیتږي چې بې له شکه نوموړی شرخوښونکی سړی دې.

ملک اسحاق باندې د تشدد ۴۴کیسونه وو چې پکې ۷۰ کسان وژل شوي وو، سږکال د جولایی په میاشت کې د څوارلس کاله قید تیرولو نه پس خوشي کړې شو. چې پکې په ۳۴ کیسونو کې نوموړې بری شویدی. خو د ورځپاڼې په وینا ددې قید باوجود د ملک اسحاق اصلاح نه ده شوې او شیعه ګانو ته دبدو ردو ویلو په ترڅ کې د پنجاب حکومت د لسو ورځو لپاره په کور نظربند کړی دی. ځکه چې په دې ورستیوکې د مظفرګړه فرقه ایزو نښتو کې یې هم لاس درلود.

ایکسپریس ټریبیون لیکي نوموړی ډیر خطرناک سړی دی او داسې ویل کیږي چې ۲۰۰۹م کال کې د سری لنکا کرکټ ټیم باندې برید په ګډون نور یو شمیر تره ګر بریدونو کې یې مهم کردار ترسره کړې دې.

خو عدالتونه د هغه پرضد فیصله اورولو کې ناکامه دي او یو په یو بیلا بیلو کیسونو کې دبري کیدو وروسته آخر خوشي کړی شو چې دورځپاڼې په وینا په دې لړ کې په عدالتونو او پولیس هم یو هومره ذمه واري راځي. او داسې ښکاري نوموړې د ډیرې مودې راهیسې د خپلې ډلې نه لرې پاتې کیدو باوجود دا توان لري چې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې د شیعه ګانو د وژنې غوندې کاروایانې ترسره کولو کې کردارولوبوي.

ایکسپریس ټریبیون وړاندې لیکي چې ملک اسحاق په کور نظر بند کول به هیڅ ګټه ونکړي ځکه چې ددې څو ورځو وروسته به نوموړې بیا خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د ورځپاڼې په وینا دې لړ کې یوه مسله داده چې پولیس دنورو ترهه ګرو او قاتلانو په څیر د ملک اسحاق خلاف ثبوتونه جمع کولو کې هم ناکامه دي چې له وجې یې شرخوښي تل د سزا نه بچ کیږي.

داراز پنجاب حکومت هم د ترهه ګرو خلاف عملیاتو کولو په سلسله کې په زړه نا زړه دې. بلخوا ورځپاڼه لیکي چې که په ځنې حالاتو کې د ملزمانو خلاف ثبوتونه پوره هم وي نو عدالتونه دهغوي خلاف فیصله اورولو نه ډډه کوي ځکه چې ججان هم په ټولنه کې ژوند کوي او د ویرې ښکار کیږي.

ایکسپریس ټریبیون په آخر کې وايي ددې ټولو مسلو جرړه داده چې حکومت په ترهه ګرۍ کې دککړ خلکو خلاف مناسب ګامونو پورته کولو کې ناکامه دې او که دا حال وي نودفرقه ایزې تره ګرې بلا به نوره هم مظبوطیږي.
XS
SM
MD
LG