د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نوی هوايي ډګر جوړېږي


د خوست والي د نوي هوايي ډګر د جوړولو د کار د پیلولو په مراسمو کې.
د خوست والي د نوي هوايي ډګر د جوړولو د کار د پیلولو په مراسمو کې.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو


خوست
- د افغانستان په خوست کې يو نوى ملکي هوايي ډګر جوړېږي.

د چارواکو په وينا چې د هوايي ډګر دلومړنيو ساختماني کارونو د ترسره کيدا لپاره د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت لخوا دوه ميليونه ډالر منظور شوي دي او په جوړيدو سره به يې دا ولايت د زون په کچه په يو لوې تجارتي مرکز بدل شي.


د خوست خلک او سوداګر هم د دې هوايې ډګر يا (airport) په جوړيدو ډير خوشاله دي.


د خوست سوداګر وایې، چې د هوایې ډګر په جوړیدو سره به د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي او د دوی په سوداګرۍ او تجارت کې به پراختیا راشي.


خوست که څه هم دا مهال دوه نور هوایې ډګرونه لري خوله هغوي په افغانستان کې د اېتلاف او ناټو ځواکونه کاراخلي او ملکي الوتکې ورڅخه کارنشي اخیستلای ، خو د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د یوبل هوایې ډګر چې چارواکي وایې په نړیوال معیاربه جوړیږي د بنسټ ډبره کېښودل شوه او په دې سره ټولو خلکو او په ځانګړي ډول سوداګروته دا هیله پیدا شوه چې له دې وروسته به د دوی هغه ستونزې چې د ترانزیټ او سرکونو د خرابوالي او همدارنګه په لویو لاروکې د ځینو نا امنیو پېښوله امله یې لرلې لرې شي.

نوی هوايي ډګر او د سوداګرو خوشالي


د خوست ښار د دوکاندارانو د اتحادیې یوتن مسؤل جمال تڼی وایې چې که د هوایې ډګرچارې ژر بشپړې شي نو دا د دوی لپاره د خوښۍ زیری دی.


نوموړى زياتوي: ((په خوست کې د هوايي ميدان جوړيدل به دخوست مېشتو سوداګرو کاروبار ته زياته پراختيا ورکړي او د خلکواقتصادي وضعيت به ورسره ښه شي. د دغې سيمې سوداګر به وکولی شي، چې خپل مالونه د نړۍ نورو بازارونو ته په اسانۍ سره ولېږدوي او يا يې خوست ته راوارد کړي، خو شرط دا دی چې دغه ډګر په ټولو نړيوالو نورمونو برابر جوړ شي.))


نو دا هوایې ډګربه کله او په څومره وخت کې جوړیږي؟

د هوایې ډګر د جوړیدو پروژې قراردادي هاشم ګربز وایي، چې د هوایې ډګرکارپه دوو مرحلوکې ترسره کیږي، لومړۍ مرحله یې د هوایې ډګر چې ۴ کیلو متره اوږدوالی او ۲ کيلو متره سورلري د احاطې او نورې لومړنۍ اسانتیاوې برابریږي او ورپسې به یې ځغاست لیکې یا (runways) اوترمینل جوړیدو کارشروع کیږي: (( دې نوي جوړېدونکي ملکي هوايي ډګر لپاره نږدې دوه ميليونه امريکايي ډالر د دولت له بوديجې څخه ځانګړي شوي دي، چې په دې پيسو به د هوايي ډګر چهارديوالي او يو شمېر امنيتي ځايونه جوړ شي. ياد هوايي ډګر به څلور کيلو متره اوږدوالی او دوه کيلو متره سور ولري او د لومړۍ مرحلې کار به په اوو مياشتو کې بشپړ شي.))

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د پرانیستې په مراسموکې وویل چې دا د خوست د خلکود یوې اوږدې مودې هیله او ارزو وه، چې د دوی مسافرو تګ راتګ او سوداګري له همدې ځایه وشي.


نعيمي زياته کړه: ((وړاندې لدې موږ، چې د هرې ولسوالۍ، سيمې او يا کوم کلي ته سفر کړی، د خلکو سره مو ليدلي دا غوښتنه يې کړي چې په خوست کې د نوى ملکي هوايی ميدان جوړ شي. او په خوست کې دهوايی ميدان جوړيدل د خوست ميشتو ولسونو لوی ارمان وو ، چې دا دی اوس پوره کيږي.))

خوست مېشتي هم د هوایې ډګرپه جوړیدو خوشاله دي او وایې چې دوی تراوسه په ډېروخرابواو اوږدو لارو کابل ته ځي چې د ګڼوستوزو سره مخامخ کیږي، خوهیله لري چې په دې سره به یې دا ټولې ستونزې هوارې شي.


د یادونې ده چې دامهال د خوست په زرګونه ځوانان د خلیج په هېوادونوکې مزدوري کوي چې له دې ډلې یې له یولک زیات په متحده عربي اماراتوکې دي ، چې ټول د کابل له هوایې ډګرڅخه تګ راتګ کوي او له هغې وروسته اووه یا اته ساعته لاره په موټرکې ځي او کله کله د لارو بندیدو له امله ورباندې شپې هم راځي او په دې سره د ځينو خلکو ويزې هم ختمې شوي دي.
XS
SM
MD
LG