د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي دهرقام وګړي په يوه بل نامه وژل کېږي.


د هزاره ډموکراټيک غورځنګ مشر عبدالخالق هزاره په کوټه کې خبري کنفرانس ته وینا کوي.نېټه ۲۲/۰۹/۲۰۱۱
د هزاره ډموکراټيک غورځنګ مشر عبدالخالق هزاره په کوټه کې خبري کنفرانس ته وینا کوي.نېټه ۲۲/۰۹/۲۰۱۱
خدای نور ناصر- مشال ریډیو کوټه

دبلوچستان په مستونګ سیمه کي دهزاره وګړیو دهدفي وژنې پرضد هزاره ډيموکرېټک ګوندنه يواځي په پاکستان کي دننه، بلکې په ځينو نورو هیوادونو کي هم داحتجاج اعلان کړی.

دهزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره دچارشنبې په ماښام په يوه خبري غونډه کي ددې احتجاج اعلان وکړ.،تیره ورځ شوې پېښي ددې لپاره کافي ده چي دهزاره وګړیو په وژنه کي ریاستي ادارې هم لاس لري. په دې پېښه کي چي لومړی وسله والو پاسپورټونه کتلي وو، او وروسته يې په ډيراطمیان سره ټول مساپرپه کتارونو کي درولي وو. له دې څخه څرګندېږي چي وسله وال ترهګرددې ځای نه ،بلکه دریاستي ادارو کسان کیدای شي.٬٬

هغوی پر نواب اسلم رئيساني غږ وکړ ، ته يوسردار يې، موږ تاته خواست کوو چي ديوه سردار غوندي په میدان کښېنه، او زموږ فیصله راوکړه، هغه څوک چي زموږ په وژنه ککړ دي هغوی دې دخلکوپه وړاندي په دار وځوړل شي.

دهزاره ګوندمشرپه خبري غونډه کي وویل دا لومړی ځل نه دی چي دهزاره قبیلې وګړي په نخښه کېږي، بلکې دده په خبره تراوسه پوري په هدفي وژنو، بمي چاودنوکي ددوی ترشپږ شوه زیات کسان قرباني شوي. عبدالخالق هزاره
دې ته پام سره چي هره ورځ يې کسان وژل کېږي، په ټوله نړی کي داکتوبرله لومړۍ نېټې څخه داحتجاج اعلان وکړ.

موږ مجبوره يوچي دنړیوال احتجاج اعلان کوو. ددې احتجاج په ترڅ کي به په امریکا، يورپ، بریتانیه، اسټرالیا، کاناډا، او دافغانستان په شمول په ټوله نړی کي هزاره قام په کوټه کي دهزاره و دهدفي وژنو په ضدلاریونونه کوي.

دعبدالخالق هزاره په ویناپه همدې احتجاج کي به دملګروملتونو، يورپي يونین او دپاکستاني سفارتخانو مخي ته هم لاریونه او احتجاج کېږي.

له دې سره دپنج شنبې په غرمه ګڼ شمیر هزاره میرمنو دکوټي دمطبوعاتي کلب مخې ته لاریون وکړ. دوی چې دحکومت پرضد يې شعارونه ورکول، غوښتنه وکړه چي دمستونګ دپېښي دي عدالتي پلټني وشي.

په دې احتجاج کي شريکي يوې پيغلي خبریالانوته وویل، په دې صوبه کي دهر قام وګړي وژل کېږي، ددې په خبره که هزاره لښکرې جنګوي وژني، نود بلوڅ او پښتنو د وژنې لپاره بیا نوري ډلي جوړي شوې دي.

کله دوي دتحریک طالبان په نامه پښتانه وژني، کله دلښکرجنګوي په نامه هزاره وژني، اوکله بیادانصارالاسلام په نامه بلوڅ وژني. موږ غواړو چي ټول قامونه دې سره يوشي، او راوړاندې دي شي.

دهزاره قام په لسګونومیرمنولاریون ته په خبرو کي وویل نور دوی دخپلوخپلوانو جنازې هره ورځ نشي لیدلی. اوزیاته يې کړه ملګري ملتونه او دبشري حقوقونړیواله اداره دې نور ددوی ژوند وژغوري. دې میرمنودبلوچستان له وزیراعلی هم غوښتنه وکړه چي ديوه سردار په توګه دې د دوی دنارینه و قاتلین ونیسي.

هغوی پر نواب اسلم رئيساني غږ وکړ ، ته يوسردار يې، موږ تاته خواست کوو چي ديوه سردار غوندي په میدان کښېنه، او زموږ فیصله راوکړه، هغه څوک چي زموږ په وژنه ککړ دي هغوی دې دخلکوپه وړاندي په دار وځوړل شي. ٬٬

سره له دې چي هزاره ډيموکرېټګ ګونداو ددوي میرمنو حکومت په دې ګرم وباله ،چي ددوي دوګړيودتحفظ لپاره يې هیڅ هم نه دي کړي .

خودسوبايي حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي، دمستونګ ترپېښي وروسته دکورنیوچارو وزیرمیرظفرزهري دامنیت په اړه يوه بیړنۍ غونډه راغوښتې، چي په کې پرېکړه شوې چي ایران ته دتلونکیو زیارت کوونکو د امنیت لپاره يې داې ټي ایف یا دترهګرۍ ضد فورس کې يې يوه نوې ډله دهمدې لپاره جوړه کړې.
XS
SM
MD
LG