د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د استاد رباني وژنه غندلې ده.


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د برهان الدین رباني د وژنې غندنه کړې او دا یی یو تره ګر برید بللی دی.

استاد رباني چې په افغانستان کې د سولې اعلی شورا مشر و، د نهې په ورځ په خپل کور کې د یو ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو. افغان چارواکي وایي رباني یو ځانمرګي برید کونکې وژلې چې ځان یي د طالبانو استازی ښودلو.

طالبانو د شورو په ورځ په خبل یوه بیان کې ویلي چې د استاد رباني په وژنه کې لاس نلري.

په زرګونو خلک د شورو په ورځ د بدخشان ولایت د فیض آباد په سیمه کې لاریون کړی او دړکه یې ورکړې که چېری حکومت په دې لړ کې په ګامونه اخیستلو کې ناکام شي نو خپله به بدل اخلي.
XS
SM
MD
LG