د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې له ډنډ اوبو ناروغۍ زیاتې شوې


په سېند کې له سیلاونو ماشومان او امیدواره ښخې ډېرې سخته اغېزمنې شوې دي
په سېند کې له سیلاونو ماشومان او امیدواره ښخې ډېرې سخته اغېزمنې شوې دي

ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


د سیند سوبې د قدرتي افتونو د نظم ادارې وياند ارشاد بټي د سيلاو ځپلو سېمو د دورې په مهال په خېرپور ضلع کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل په سیلاو ځپلو سیمو کې له اغېزمنو خلکو سره سرکاري او نوروې مرستندویه ادارې په مرسته رسولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دهغه په خبره افت لوی دی او مرسته رسونکي کسان کم دي.همدا وجه ده چې تراوسه ځينو سېمو ته مرستې نه دي رسول شوې او په متاثره علاقو کې ناروغیانې مخ په زياتيدو دي.

په ځينو سېمو کې مليريا او ځينو سيمو کې د هيضې ناروغۍ په تيزۍ سره زياتيږي ـ ځينو سېمو کې بيا ماشومان او اوميدوارې ښځې ډېرې سختې کړېږي ،هغوي ارام او پوره خوراک ته اړتيا لري ـ ځېنې علاقو ته د مارچيچلو دوايانۍ رسول پاتي دي.

د قدرتي افتونو د نظم ادارې وياند ارشاد بټي زياته کړه چې اوس مهال دوه کارونه په لومړي سر کې کول دي، اول بايد د ماشو نه د بچ کيدو شالونه(مچردانۍ) ورسوو او بل دا چې کومې ګنده اوبه ولاړې دي هغه له مخې وباسو.

د يادونۍ وړ ده چې سیندصوبه کې د اګست د ۲۷ نېټې څخه توپاني بارانونو او سيلابونه شورو شوي چې د چارواکو په خبره د سوبې ۲۳ ضلعې يې ځپلې دي ـ

که څه هم اوس په اغيزمنو شويو سېمو کې باران دريدلی او اسمان شين شوی دی خو اغيزمن شوي خلق شکايت کوي چې متاثره سېمو کې د ډب شوو باراني اوبو له کبله ورځ تر ورځه مرضونه زياتيږي ـ
XS
SM
MD
LG