د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کوچنیو ترهګرو ډلو د راټوکېدو سببونه



مجید بابر – مشال ریډیو

له تيرو څو کلونه راهیسې په پاکستان کې دننه ځیني داسي وسله والي ډلې رامينځته شوي دي، چې نه یې د مشر تابه په اړه څه مالومات شته او نه دا مالومه ده چې دغه ډلې له کومې لويې ترهګرې ډلې لکه تحريک طالبان پاکستان ، القاعده يا له نورو هغو تندلارو ډلو سره چې له ډېر پخوا راهیسې په پاکستان او کشمیر کې فعالیتونه کوي اړيکې لري او که نه.خو په پاکستان کې د ترهګرۍ د ځینو پيښو پړه دغه وړو وړو ډلو په غاړه اخستې ده.په دغو ډلو کې ځنو ډلو ځانګړي نومونه خپل کړي دي.

په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د روانو عملياتو تر شا نظرياتي نه بلکې مالي ګټې پټې دي.

په خيبر قبايلي سيمه کې په افغانستان کې ميشتو د ناټو ځواکونو لپاره په تيل وړونکو ټانکرو د ځینو بريدونو پړه آلعزام بريګيډ نومې ډلې پر غاړه اخستې ده .له دې سره سره د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې د يو پخواني چارواکې خالد خواجه او د کرنل امام د تښتولو او وژلو پړه هم يوې ناپيژندلې ډلې ايشين ټايګر پر غاړه اخستې وه.

دي سره سره په کراچې کې هم د يو شمير وړو وړو وسله والو ډلو نومونه مخې ته راغلې دي.

په پاکستان کې د الخروج، القتال، بدر منصور، المختار،الفرقان ، پنجابي مجاهدين، لشکر بلوچستان، جند الحفصه، جند الله، ايشين ټايګر ، العزام بريګيډ او اتحاد مجاهدين خراسان ترهګرو ډلو نومونه مخي ته راغلي دي.

په کراچې کې ميشت څيړونکی او خبر يال ضيا الرحمان وایي دداسې قسمه وړو وړو ډلو شميره د يو درزن نه زياته ده او دده په خبره ده ته د تحريک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو ځیني کارکونکو ويلي دي چې په دغو ډلو کې څه هغه دي چې اوس هم له دوی يا نورو ډلو نه هدايات اخلي خو څه داسې هم دي چې په خپله خوښه او ايجنډه کار کوي.

ښاغلي رحمان زياته کړه چې کله هم په دغه ښار کې امنيتي اداري څه عمليات وکړي او څوک ونيسي نو د پلټنو نه پس يوه نوې ډله رامينځته شي.

په کراچې کې څو ورځي مخکې د سي آی ډي د يو مشر چودري اسلم په کور د ځان مرګي بريد پړه که څه هم تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخستي وه خو په لومړي سر کې المختار نومې یو ناپېژندلې ډلې ویلی وو چې برید دوی کړی دی.

دا چې وسله والي ډلې ولې اوس په وړو وړو ډلو کې ويشلي شوي دي ،
په کراچې کې د سي آی ډي يو بل مشر ايس ايس پي مظهر مشواڼۍ وایي چې اوس ترهګرو ډلو د خپلو هدفونو په نښه کولو طريقه کار بدل کړي دي.

دده په وينا دا ځکه چې کله ډله وړه وي نو هغوي د امنيتي او استخباراتي ادارو په نظر کې نه راځي او خپلې کارواياني په سړه سينه کولی شي خو ددې ټولو ترهګرو ډلو مقصدونه يو دي.

ښاغلي مشواڼي زياته کړه چې تر دا مهاله یې په کراچې کې د تحريک طالبان پاکستان له ۲۰۰ نه زيات غړي نيولي دي او په دغو کې ځینې مهم مشران لکه اختر زمان محسود، بهادر خان مهمند او مولوي سعيد انور هم ددوی په ولکه کې دي.

څيړونکې او د د فاعي چارو کار پوه او ریټایرډ بريګيډيیر محمود شاه وایي چې اوس تحريک طالبان پاکستان ډير کمزوری شوی دی او اوس داسې ښکاري چې ددغې ډلې مرکزيت د مينځه تلو په حال کې دی ، نو ځکه وړې وړې ډلې جوړيږي .

ښاغلي شاه زياته کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د روانو عملياتو تر شا نظرياتي نه بلکې مالي ګټې پټې دي.او د دده په خبره د دغو ډلو ګڼ شمیر غړي مجرمانه ذهن لرونکي دي.

د مالوماتو له مخې تر دا مهاله په پاکستان کې د الخروج، القتال، بدر منصور، المختار،الفرقان ، پنجابي مجاهدين، لشکر بلوچستان، جند الحفصه، جند الله، ايشين ټايګر ، العزام بريګيډ او اتحاد مجاهدين خراسان ترهګرو ډلو نومونه مخي ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG