د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو خپل جنګي تاکتیکونه بدل کړي دي


د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز وایي، امریکایي او افغان پوځیان باید د طالبانو د نورو بریدونو لپاره خپل تېکتیکونه تنظیم کړي.

امیر البحر مایک مولن دا خبره په واشنګتن کې په یوې خبرې غونډې کې څو ساعته له هغې وروسته و کړه، چې په کابل کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني ووژل شو.

په دغه خبرې ناستې کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا هم و، هغه د مولن له خبرې سره موافقه وکړه، چې طالبانو خپل تاکتیک بدل کړی دی. پانیتا زیاته کړه، چې طالبان چې کله پوه شو، چې په جګړې کې نه شي بریالي کیدای نو د خلکو وژنې ته یې مخه کړه.

تر دې خبرې غونډې مخکې مایک مولن مشال راډیو ته وویل، تر اوسه دا وار له مخه ده، چې څوک ووایي، د برهان الدین رباني وژنه به له یوه کاله راهیسې د سولې پر پیل شوي بهیر څه اغېز وکړي:

ښکاره ده، چې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه باید څوک ژر تر ژره وټاکل شي، ځکه چې دا د سولې د ټول بهیر مهمه برخه ده.″

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د برهان الدین رباني له وژلو وروسته به دی بیا هم د سولې له هڅو راونه ګرځي.
XS
SM
MD
LG