خدای نور ناصر - مشال ریډیو کوټه
دبلوچستان په دیارلسوضلعوکې دسيپټيمبرله نولسمي نېټې د ګوزڼ ناروغۍ په ضد کمپین پيل شو. دصحت څانګه وايي، داځل يې کمپین په هغوسیموکې دی چې له دې ناروغیوڅخه ماشومان متاثره شوي یاهم هغه سیمې چې هلته يې دمتاثره کېدو خطره ده.
د ګوزڼ ضد کمپین ډلې مشرډاکټريوسف بزنجو مشال ریډیو ته وویل،” زموږ په صوبه کې سږ په ۲۰۱۱ز کال کې ۳۶ ماشومان ګوزڼ وهلي دي او درو نورو ماشومانو ته هم د ګوزڼ لګېدو شک دی چې دا مهال تر طبي پلټنې لاندې دي.او موږ هڅه کوو چې نور ماشومان له دې کرغېړنې ناروغۍ وژغورو.٬٬
بلخوا د يونیسف اداره وايي چې په صوبه کې د ګوزڼ نارغانو شمېره ده چې ډېری یې د کلاعبدالله او پشين سیمې اوسېدونکې دی.
ګوزڼ وهلي ټول هغه ماشومان دي چې د صحت څانګي په وینا د پولیو څاڅکې نه دی ورکړل شوي.