د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې په خپله خاوره کې اورپکي ووهي


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډ مرل مایک مولن او د پاکستاني پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني.
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډ مرل مایک مولن او د پاکستاني پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني.

امریکایې ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې تام شینکر لیکي، د امریکا پوځ په پاکستان زور راوړی ، چې په خپل هیواد کې دې د اورپکې ډلې حقاني خلاف سخت ګامونه پورته کړي.

امریکایې چارواکي وایې ، دوی ثبوتونه لري، چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقانې اورپکې ډلې ته لارښونه او مرستې ورکوي.

ورځپاڼه لیکي ، امریکا د پاکستان پوځ ته دا ویلي، چې د اورپکو د پټن ځایونو خلاف دې پوځي عملیات وکړي. د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډ مرل مایک مولن د تیرې جمعې په ورځ په سپین کې د پاکستاني پوځ له مشر اشفاق پرویز کیاني سره په یو نجي دوه ساعته لیدو کتو کې د دواړو هیوادونو په تعلقاتو خبرې وکړې، چې د تیرې څه مودې راهیسې د کړکیچ سره مخامخ دي.

د دواړو هیوادونو پوځي مشران په سپین کې په یو پوځي کنفرا نس کې د ګډون لپاره تللي وو.

په دغه لیدو کتو کې ایډ مرل مولن د اورپکې ډلې حقاني لخوا په زیاتیدونکو ترهګرو پيښو د امریکا اندېښنې څرګندې کړې او دا یې هم ورته وویل، چې پوځ دې په شمالي وزیرستان کې د دغه اورپکې ډلې محفوظ ځایونه له مینځه یوسي.


د امریکا او پاکستان اړیکي له هغې وروستو د کړکیچ سره مخامخ شوي، کله چې د مې په دویمه نیټه د امریکا پوځ په پاکستان کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وواژه.

د افغانستان په مرکز کابل کې د امریکا په سفارت خانې او د نیټو په هیډکواټر د تیرې حملې وروستو امریکا یو ځل بیا په پاکستان فشار زیات کړی ، چې د حقاني اورپکې ډلې خلاف دې پوځي عملیات پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایې چارواکي وایې ، دوی ثبوتونه لري، چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقانې اورپکې ډلې ته لارښونه او مرستې ورکوي.


ایډمرل مولن چې د پاکستان او امریکا د پوځي اړیکو په ښه کولو او د یو شمیر دوه اړخیزه مسلو په هواري کې یې مهم رول لوبولې ، د روانې میاشتې په پای کې به ریټایر کیږي، چې د هغه له تګ سره به د دواړو هیوادونو په اړیکو هم اثر وغورځیږي ، چې له مخکې نه خرابې شوي دي.
XS
SM
MD
LG