د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستانی پوځ همدومره اسلامي دی لکه چې ښکاري؟


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني په سوات کې له سر تېرو سره ستړي مه شي کوي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني په سوات کې له سر تېرو سره ستړي مه شي کوي
تلخیص و ژباړه: مشال راډیو

سرچینه: فارن پالیسي مجله


امريکايي مجله فارن پاليسی يوه داسې څېړنه خپره کړې ده چې په کې د دې پوښتنې ځواب لټول شوی، چې آيا د پاکستان پوځ هم دومره اسلامي دې لکه څنګه چی موږ فکر کوو؟

څېړنه وايي: ((د پاکستان د ټولنې مجموعې جوړښت ته که و کتل شي نو پوځ په پرتليزه توګه زيات آزاد خيا ل ښکاري.))

په فارن پاليسي کې خپره شوې دا څېړنه کرسټين فېیر کړې ده. په سر کې دا د پاکستاني پوځ له اسلام سره د تړلو منطق تشريح کوي.

دا وايي چې اسلام همېش د دې لپاره استعمال شوی دی چې پوځیان د خپل دشمن لکه هند، پر ضد جګړی ته و هڅوي.

پوځ جهاد ته زیات درناوی لري. د دې په خبره: ((پوځ او آی ايس آی په افغانستان او هند کې د خپلو ګټو لپاره اسلام استعمال کړی دی.))

د پوځ د پخواني مشر جنرل یحيا خان په وخت کې خو داسې سوچ جوړ شوی وو چې د پاکستان دفاع، د اسلام دفاع ده.

وروسته ليکواله وايي، اوس په امريکايانو او ځېنو پاکستانيانو کې دا وېره پيدا شوې ده چې کېدای شي ځېنې پوځیان په سيمه کې د اسلامی ترهګري ملاتړي وي، نو هسې نه دا پوځ و وېشي، د پاکستان استحکام او د اټومي وسلو خونديتوب له خطر سره مخامخ کړي.

هغه ضلعې پوځي افسران ښايي زيات پيدا کوي چې خلک د رياضی يا حساب په مضمون کې په کې، تکړه وي.
ددې لپاره کرستن فېير په کراچۍ کې د سمندری ځواکونو پر مرکز بريد، چې ښايي له دننه ورسره مرسته شوې وي او د پوځ د لوړ پوړ چارواکي له حزب التحرير سره د تعلق درلودلو په تور د نيوني مثالونه ورکوي.

د دې په وينا: ((دې کارونو د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني او نور افسران د دننه دشمن د شتون په اړه پريشانه کړي دي.))

کرستن فېیر د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا را غونډ شوي اعداد شمار څېړلي دي چې و ګوري د پوځ سماجي جوړښت څنګه دی؟ دا په پاي کي څلور نتيجې را باسي.

اوله نتیجه يې دا ده چې هغه ضلعې پوځي افسران ښايي زيات پيدا کوي چې خلک د رياضی يا حساب په مضمون کې په کې، تکړه وي.


دویمه نتیجه يې دا ده چې په هغو ضلعوکې چې په کې پرایوېټ سکولونه (شخصي ښوونځي) لږ وي هلته زيات پوځي افسران پيدا کېږي .

د څيړني درېيمه نتيجه د ریتایرډ افسرانو په اړه ده چې وايي دوی د برتۍ لپاره پوځ دوست او مثبت ماحول را منځته کوي.

د څېړني وروستۍ نتیجه دا ده چې له هغو ضلعو څخه چې په کي آزاد خياله يا لبرل خوی بوی زيات دی، پوځي افسران په لوی شمېر کي برتي کېږي.
XS
SM
MD
LG