په سېند کې سیلاو ځپلي مرستو ته ګوري
په سېند صوبه او سرښار کراچۍ کې د بارانونو او سیلابونو په دې لړۍ کې لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.د دې بارانونو او سیلابونو له وجې په ټوله صوبه کې تر ټولو متاثره د بدین سیمه ده. له سیلاوو ځپلو سره د نړیوالې مرستندویه ادارو مرستې هم روانې دي. تراوسه پورې په دې صوبه کې ۵۳ لکه خلک سیلاوونو اغیزمن کړي او ۲۹ زره کلي یی لاندې کړي دي.