د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کامه کې حمزه کتابتون


په کامه کې حمزه کتابتون
په کامه کې حمزه کتابتون

له استاد محمد اصف صميم سره مرکه
مرکچي باز محمد عابد مشال ريډيو جلال اباد

که له يوه پلوه انټرنيټ د افغانستان ښارونو ته لاره موندلې ده، نو له بله پلوه کتابونو کليو او بانډو کې د کتابخانو په توګه ځاى موندلى دى. حمزه کتابتون چې د تيرو څو مياشتو راهيسې د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ کې د کتاب د مينه والو په وړاندې پرانيستي وي، زرګونه کتابونه په کې راټول دي، ددې کتابتون له جوړونکي استاد محمد اصف صميم سره د کتابتون د ارزښت په اړه په جلال اباد کې د مشال راډيو همکار بازمحمد عاپد يوه مرکه کړې ده.

پوښتنه: استاد زما د مالوماتو له مخې تاسو په خپل دويم کور پيښور کې اوسيږئ، خو کتابخانه مو د ننګرهار د کامې ولسوالۍ کې پرانيستې ده، دا فکر تاسو سره څنګه پيدا شو چې په کامه کې دې کتابتون پرانيزئ؟

ځواب: دا فکر خو د څلويښتو کلونو په دوران کې د يو مسلسل لامل پيله ده، دا چې زه په يولسم ټولګي کې وم نو د ړومبي کتاب په اخيستو د دې کتابتون بنياد ما په ذهني توګه ايښى و. نو دا زما د څلويښتو کلونو محصول دى. دې کتابتون له ما سره ډيرې سختې ليدلي لکه ما چې ورسره ليدلي دي. هجرت يې راسره کړى دى، ښخ شوي دي، را ايستل شوي دي، خراب شوي دي، لوټ شوي دي، خو بيا هم هغه ارمان چې له هماغه وخته ما سره و البته په دې کميت او کيفيت به نه و، خو د هماغه وخت يو دوام او پايله ده.

دا چې کور مو هلته دى او کتابتون دلته دى، دې کې هم زما يو ارمان و چې تر دې دمه يې راټولول زما کار و او له دې نه د استفادې کار د ځوانانو دى، د څيړونکو دى او د کتاب د مينه والو دى چې دوى د کتاب سره هغه مينه وکړي چې ما په بنياد ايښودو کې ورسره کړې ده.

پوښتنه: استاد تاسو مخکې وويل چې نور دې دغه کتابتون د ځوانانو د استفادې له پاره پرانستى پروت وي، آيا ځوانان د مطالعې له پاره راځي؟

ځواب: متاسفانه بايد ووايم څومره چې زما هيله وه، هومره نه. يوازې د پوهنتون محصلين راځي او هغه هم د تعليمي کال په پاى کې. ځکه چې هغوى ته د مونوګرافونو د ليکلو توصيه شوي وي، نو بيا دلته د څيړنې له پاره راځي. او کله کله له کابل پوهنتون نه هم محصلين د همدې موخې له پاره راځي. او کله کله زما خواږه دوستان کتابتون ته په راتګ خپل ديدار راباندې لوروي.

پوښتنه: په اوسني عصر کې چې کمپيوټري او انټرنيټي عصر دى، څه فکر کوئ چې د کتابخانو ارزښت به په خپل ځاى پاتې شي؟

ځواب: ولې نه لومړى ارزښت يې دا دى چې تر اوسه پورې ټول کتابونه کمپيوټرونو ته نه دي ننوتي. زما هيله له هغو ښاغلو دا ده چې کمپيوټر سره بلدتيا لري او دا وړتيا هم ولري چې کتابونه دې کمپيوټرونو ته ننباسي نو بايد چې لاس تر زنې کينني. او هغه ټول کتابونه دې يو په يو د انټرنيټ غيږې ته واچوي. داسې په زرګونه کتابونه په ځانګړو کتابتونونو، په وړو کتابتونونو او په سيمه ييزه کتابتونونو کې شته چې بايد ابدي شي او که دا کار ونه شي، د کتابتونونو ارزښت به په خپل ځاى پاتې وي.

پوښتنه: استاد تاسو چې په دې کتابتون کې لسګونه المارۍ کتابونه ځاى په ځاى کړي، د کومو ژبو سره تعلق لري، او د کوم مضمون برخه په کې غوښنه ده؟

ځواب: په کتابتونونو کۍ خو د ژبې په نوعيت خبره نه وي، دا صرف د ارزښت او اړتيا له مخې وي. په دې کې ما سره هم دغسې انګيزه ده. د يوې ژبې له پاره مې نه دي راټول کړي. البته يوه برخه يې زما د ذوق محصول دى چې زه د ادب سره تړلى يو قلموال يم، نو زما د ذهن برخه په کې غوښنه ده. نور عملاَ د کميت له پلوه داسې نه ده چې ګوندې ټول دې ادبي او ژبني کتابونه وي. همدغسې د ژبو نوعيت په کې هم دى. په پښتو کتابونو سربيره فارسي، عربي، اردو، انګريزي او حتى روسي کتابونه هم په کې شته دى.

سوال: شمير به يې څو زرو ته رسيږي؟

ځواب: متاسفانه چې موږ د کتابتون له پرانستنې وروسته يو بهير پيل کړى و چې کتابونه د موضوعاتو پر بنسټ ډلبندي کړو، يو خو به يې شمير هم مالوم شي، او بل به د عصري کتابتونونو په څير هرې المارى او کتاب ته کوډ ورکړى شي چې دې سره به د کتاب پيدا کول اسان شي، په پيل کې راسره څو تنو ځوانانو دې کار ته مټې رانغښتې وې خو د هغوى هم ورته حوصلې تنګې شوې، او زه لا په دې نه يم توانيدلى چې په يوازې ځان دا کار تر سره کړم، خو د يوه اټکل له مخې يې شمير له شپاړس زرو څخه اولسو زرو ته رسيږي.

پوښتنه: استاده د وروستۍ پوښتنې په توګه تاسو مخکې وويل چې د پوهنتونونو محصلين د څيړنو له پاره راځي. آيا که دا کتابتون مو د ننګرهار پوهنتون په حويلۍ او يا هم د ښار په يوه مرکزي نقطه کې پرانيستى و، ګټه به يې تر دې ډيره نه وه؟

ځواب: دا پوښتنه رانه ډيره شوې. ما چې کله د کتابتون د رانقلولو تکل کولو نو په دې فکر کې وم چې خپل کتابونه به يا د پوهنتون د کتابتون او يا هم د اطلاعاتو کلتور د عامه کتابتون برخه جوړوم. خو ما چې وليدل هلته د کتابونو سره ډير ناروا سلوک کيده. يو دا وجه وه چې امانت نه ساتل کيدل او بله دا چې ما سره په ښار کې داسې ځاى نه و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG