د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې اربکیان په ځورونو ککړ دي"


د بشري حقونو د څار د ادارې په یوه تازه رپورټ کې چې نن خپور شوی ویل شوي، د افغانستان اربکیان یا د کلیو پولیس په وژنو او جنسي تېریو کې ککړ دي.

د هیومن رایټس واچ په دې رپورټ کې د وژنو، تېریو، او د پوښتنو لپاره د خلکو د نیونې شهادتونه له درې ولایتونو بغلان، هرات او روزګانه تر لاسه کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په اووه ولایتونو کې په دې اړه مرکې کړې دي. د ناټو په مشرۍ کې د نړیوال سوله ساتي ځواک یوه ویاند ویلي له افغان حکومت سره به د بشري حقونو د ادارې د دعوو د پلټنو لپاره کار وکړي.

دا اربکیان، چې د ۷۰۰۰ سر تېرو په ځواک مشتمل دي، تېر کال جوړ کړل شوي ول چې په هغو ټولنو کې د اوسېدونکو ساتنه وکړي چې د افغان ملي پوځ و پولیسو له دسترسه بهر دي.
XS
SM
MD
LG