د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم د پام اړولو لپاره تورونه لګوي.شاهي سید


د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سيد د متحده قامي مومنټ د مشر الطاف حسين لخوا د دوی پر ګوند لګول شوي تورونه رد کړي او وايي ایم کیو ایم ځکه دا تورنه لګوي چي د ولس پام له ځانه بل پلو ته واړوي.

پرون د خالي ورځ په کراچۍ کې خبري غونډي ته د وينا پرمهال شاهي سيد تور ولګاوو چې د دولسم مۍ پيښو ترشا د متحده قامي مومنټ لاس وو .

نوموړي له سپريم کورټ څخه غوښتنه وکړه چي د کراچۍ د بدامنۍ په اړه د رواني اورېدنې دايره دې د ۲۰۰۷م کال د دولسم مۍ پورې وغځوي.

شاهي سید زیاته کړه د متحده قامي مومنټ مقصد په سپريم کورټ او پارليمان باندي فشار اچول دي چي دارنګ د کراچۍ په بدامنۍ کې ککړ کسان مخې ته را نه شي. همداراز ذوالفقار مرزا چې د نړۍ په وړاندي کوم حقايق رابرسره کړل متحده قامي مومنټ هغو ته د ځواب ویلو پر ځايي د تښتي لار خپله کړي.

ياده دي وي چي د سیند پخواني سينير وزير ذوالفقار مرزا تور لګولی وو چي هغه ته الطاف حسين ويلي وو چي په کراچۍ کي به د پښتنو وژنې ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG