د مصر د پولیسو او پوځ په پلازمېنه قاهره کې د اسراییل پر سفارت خانه له برید کوونکیو مظاهره چیانو سره نښتې شوې دي.
مظاهره چیانو اسراییلي دستاویزات د سفارت له کړکۍ د باندې غورځولي دي.
تر دې ګام وروسته د جمعې په ورځ د اسراییل سفیر له خپلې کورنۍ او د سفارت له نورو کار کوونکیو سره په یوه اسراییلي الوتکه کې له مصره ووت.
پولیسو د مظاهره چیانو پر ضد ګام اخیستی دی او د خلکو د تیت و پرک کولو لپاره یې ډزې او اوښکې تویونکی ګیس کارولی دی.
د اخ و ډب پر مهال د پولیسو ځېنې ګاډو ته اور هم ورته کړل شو.
په تاو تریخوالي کې ۴۵۰ کسان ټپي شوي دي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما په مصر غږ کړی دی چې د واشنګټن د ملګري اسراییل د سفارت له خوندي کولو سره دې خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي.
د ۱۹۶۱ز کال د ډیپلوماټیکي اړیکو په اړه د ویانا کنونشن وايي د هر دولت دا ذمه واري ده چې د خپلې خاورې دننه دې د نورو هېوادونو د ټولو سفارتونو، کونسلګریو او په دې کې د کار کوونکیو پوره ساتنه وکړي.
تر دې مخکې د اسراییل د قامي ورځې پر مهال هم په قاهرې کې په زرګونو کسانو د اسراییل پر ضد مظاهره کړې وه.