پراګ - د پاکستان د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسین یو ځل بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
د جمعې په ورځ د انګلستان په لندن کې د خبري غونډې پر مهال الطاف حسین دا تورونه رد کړل چې ګواکې د ده ګوند د کراچۍ په هدفي وژنو کې لاس لري.
الطاف حسین وویل: ((نن سپینې خبرې کول غواړي)) ځکه ورته مالومه نه ده چې بیا به خبرې وکړای شي او که نه؟ ده وویل د پاکستان تاریخ له درواغو او دوکو جوړ دی؛ او د دې هېواد یو نسل ته هم سم تاریخ نه دی ښودل شوی.
الطاف حسین د سپریم کورټ لخوا د کراچۍ د حالاتو په اړه د اخیستل شوي سو موټو نوټس په اړه وویل چې د عدالت تر فیصلې وروسته به خپل غبرګون ورکوي.
د ایم کیو ایم د مشر خبري غونډه تر درې ګېنټو روانه وه.
الطاف حسین دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د ژوند د هرې طبقې لخوا د نورو ګوندونو او ډلو په مقابله کې پر متحده قومي موومنټ د کراچۍ د حالاتو د خرابولو تورونه زیات لګېږي.
موده مخکې د سېند د کورنیو چارو پخواني وزیر ډاکتر ذوالفقار مرزا د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلي ول ایم کیو ایم د کراچۍ په هدفي وژنو کې لاس لري.
ذوالفقار مرزا په قران قسم خوړلی وو او ویلي یې ول چې الطاف حسین د پاکستان د ماتولو په دسیسه کې لاس لري.
د خبري غونډې پر مهال الطاف حسین زیاته کړه، د پاکستان د ماتولو مخنیوی کوي.