د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: د الوتکې پېښه کې نړیوال لوبغاړي مړه شول


په روس کې د الوتکې په پېښه کې د واورې هاکي نړویال لوبغاړي مړه شوي دي
په روس کې د الوتکې په پېښه کې د واورې هاکي نړویال لوبغاړي مړه شوي دي
په روس کې د الوتکې د راغورزېدو له امله پر واوره د لوبېدونکیو هاکي نړیوالو لوبغاړو او چارواکو په ګډون لږ تر لږه دري څلوېښت تنه وژل شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله الوتکه له روس څخه د بېلاروس پلازمېنې مینسک ته روانه وه. په وژل شوو لوبغاړو او چارواکو کې د چک جمهوریت ، سویډن ، سلواکیا اوکنېډا په ګډون د لسو هیوادونو کسان شامل دي.
د واورې هاکي روسی ټیم چې د لویې وچې هاکي لوبو کې تر لوبېدو مخکې یې یو تصویر اخسیتی .ویره ښودل کېږي چې د الوتکې په پېښه کې چې د روسیې په یاروسلاول کې رامنځ ته شوې دوی هم مړه شوي وي.

په الوتکه کې له سپرو ټولو کسانو څخه یوازې دوه تنه ژوندي پاته شوي دي چې یو لوبغاړی او بل د الوتکې کار کوونکی دی. د دواړو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د واورې هاکې نړیوال فېډرېشن دا مرګونې نړۍ پېښه د دې لوبې په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG