د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میراث کې د ښځو د ونډې ستونزه


لا هم د افغانستان په ډېری برخو کې له خپلو حقونو بې برخې دي.دا تصوری په جلال آباد کې د مشال همکار بازمحمد عابد کښلی دی.نېټه ۰۸/۰۹/۲۰۱۱
لا هم د افغانستان په ډېری برخو کې له خپلو حقونو بې برخې دي.دا تصوری په جلال آباد کې د مشال همکار بازمحمد عابد کښلی دی.نېټه ۰۸/۰۹/۲۰۱۱

بازمحمد عابد جلال اباد

که څه هم له تيرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ښځو د حقوقونو د پر ځاى کيدواو د هغوى په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې بيلابيلې نړيوالې مرستندويه موسسې کار کوي خو بيا هم يو شمير ښځې وايي چې په خپلو کورونو کې د شرعي حقونو څخه بې برخې دي.

د جلال اباد ښار يوه اوسيدونکې رحيمه وايي ، په اسلام کې چې کوم حق ښځو ته ورکړل شوى د کورنيو له خوا ورته نه ورکول کيږي چې يو هم له دې حقونو څخه ميراث دى چې نيمايي ورته د پلار په کور کې ورکول کيږي او نيمايي هم د خاوند په کور کې. اسلام هم دا وايي. په پښتني ټولنه کې خو اول کورنۍ هيڅ دې ته نه حاضريږي چې خپلو خويندو او لوڼو ته د ميراث حق وروسپاري. او که کومه ښځه د خپل ميراث غوښتنه وکړي تر هر څه د مخه يې کورنۍ ورسره اړيکې شلوي او په ډيره سپکه سترګه ورته ګوري.٬٬

ښځو ته د ميراث د نه ورکولو يو لامل خو دا دى چې زموږ وروڼه پوره د اسلام نه اګاهي نه لري.

د مژګان په نامه يوه بله جينۍ وايي ، په پښتني ټولنه کې ښځو ته نه د پلار په کور کې پوره حق ورکول کيږي او نه هم د خاوند په کور کې. بلکې اکثره جينکى د ولور په بدل کې ورکول کيږي چې دا خبره ورته بيا د خاوند په کور کې يو پيغور هم جوړيږي.٬٬

د ننګرهار ولايتي شورا غړې انګېزه شينواري هم دا مني چې د ننګرهار په اکثرو سيمو کې ښځې له خپل مصلم حقه محروميږي، هغه کلتوري رواجونه چې په اسلام کې منع دي، خو بدبختانه زموږ خلک یې لا هم پالي . په دې کې يوهم د ميراث مسله ده چې خويندو او لوڼو ته نه ورکول کيږي. په وحشيانه توګه پلرونه د خپلو لوڼو حقونه تر پښو لاندې کوي. او که چيرته کومه خور يا لور د ميراث غوښتنه وکړي هغه ته ويل کيږي چې دا يو سپک عمل دى، ته به خپل حق له ما څخه نه غواړې اودا به خپل ورور ته پريږدې. کومې قضيې چې د ميراث په اړه ماته راغلي نو زه د خپلو خويندو په خوا کې دريدلې يم، محکمو ته تللې يم او حتۍ تر ولسواليو پورې هم تللې يم او په کورونو کې مې د هغوى له پلرونو او وروڼو سره تماس نيولی او د هغوى د حق غوښتنه مې کړې ده.٬٬

د ننګرهار ولايت د ښځينه چارو مشره انيسه عمراني وايي، چې ښځو ته خپل حق نه ورکول یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده.، ښځو ته د ميراث د نه ورکولو يو لامل خو دا دى چې زموږ وروڼه پوره د اسلام نه اګاهي نه لري. خو زموږ پلان کې دا شامل دي چې خپل ټيمونه ليري پرتو سيمو ته د ښځو د اګاهۍ په خاطر وليږو او که کومه خور له خپلو حقونو څخه محروميږي هغوى کولاى شي چې د ښځو چارو رياست ته مراجعه وکړي.٬٬

دا چې د ميراث په باره کې شريعت څه حکم کوي، د ننګرهار د نجم الدين اخونزاده په عالي دارالمعلمين کې يو تن استاد مولوي هميم ساپى وايي ، الله تعالى چې کوم حقوق ښځو ته ورکړي، نور چا ته يې هومره نه دي ورکړي. په شريعت کې ښځه د خپل پلار، ورور او خاوند څخه ميراث تر لاسه کولاى شي. په شريعت کې ښځه حق لري چې خپل ميراث وغواړي. او ټول مسلمانان او اسلامي حکومتونه مکلف دي چې د ښځو دا حقوق پر ځاى کړي.٬٬

ياده دې وي چې د ننګرهار په ليرو پرتو ولسواليو کې ګڼ شمير اوسيدونکي د ښځو سره د ناروا چلند پړه په هغو نړيوالو مرستندويه ادارو اچوي چې تر اوسه يې په ليرو پرتو سيمو کې خپلې مرستندويه چارې نه دي پيل کړي.
XS
SM
MD
LG