د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکوټې ځانمرګي بریدونه: ديوې کورنۍ ۷ تنه مړه او ژوبل


د کوټې ځانمرګو بریدونو د یوه کورنۍ اوه تنه مړه او ژوبل کړل .دا تصویر په کوټه د مشال خبریال خدای نور ناصر کښلی .نېټه ۸/۰۹/۲۰۱۱
د کوټې ځانمرګو بریدونو د یوه کورنۍ اوه تنه مړه او ژوبل کړل .دا تصویر په کوټه د مشال خبریال خدای نور ناصر کښلی .نېټه ۸/۰۹/۲۰۱۱

خدای نور ناصر- مشال ریډیو کوټه

دکوټې سیول لاین سره په ځانمرګو بریدونو کې دملېشه ځواکونو اته او دپولیسو درې تنه ووژل شوو خو ددې سربیره په زیات شمیر کې دکوټې عام وګړي ددې بریدونو قربانیان شوو. دنوي کلي د اوسېدونکي محمدداود کورنۍ اوه تنه په پروني برید کې مړه او ژوبل شول.د هغه یو زوی، خور او دهغې دوه زامن ووژل شوو او خپله دی ،دده میرمن او يوه لور یې ټپيان دي.

دمحمدداود اخښی سلطان شاه چي دخپلي يواځينۍ خور ترسرناست وو، په زړه غوني ږغ وویل، ظالمانوشهیدان کړل.دغه يوه خورمي وه.

له مشال ريډیو سره په خبره کې دمحمدداود د تره زوی حافظ مجیب وايي، دمحمدداود خور په لورالايي کي واده ده، داختر دمبارکۍ لپاره دپلار کور ته له خپلو ماشومانو سره راغلې وه. پرون سیول روغتون ته په يوه رکشه کي تلو، چي داپېښه ورسره وشوه. ٬٬

دهمدې کور درې تنه داوخت لاهم په روغتون کې دي. خود کورنۍ څلور تنه مړي یې خاوروته وسپارل شوې. چي درې ماشومان او يوه میرمن په کې وه.حافظ مجیب زیاتوي وژل شوي ټول ماشومان ترپنځوکالوکم دي. چي دده په خبره دماما دکور خوشالۍ ورڅخه ژوند واخیست. دمحمدداود اخښی سلطان شاه چي دخپلي يواځينۍ خور ترسرناست وو، په زړه غوني ږغ وویل، ظالمانوشهیدان کړل.دغه يوه خورمي وه، موږ درې وروڼه يو. زه خپله دلاس مزدوري کوم٬٬

دمحمدداود دکور غولی دکلي له خلکوډک وو. ډيری ښځي او سړي په کې يوځای شوي وو. او دمړيوخاورو ته دسپارلو تیاری يې کاوو. دهمدې کلي يوه بل سپين ږيري بیادځانمرګوبریدونواو دې پېښي په اړه مشال ریډیو ته وویل، موږ دځانمرګو بریدونوپه کلکه غندنه کوو.داوګورئ چي د درملني لپاره روغتون ته روان وو، او پر دومره وحشت مړه او ژوبل شوو٬٬

دمحمدداود کورنۍ وايي، که داسي خبر وايي چي د درملني په ځاي به دوي ټول قرباني کېږي، نو په هیڅ صورت به يې روغتون ته نه وای وړي.

دکوټي دسول لاین په غبرګوځانمرګوبریدونو کي ۲۶ کسان ووژل شوو او ترپنځوسو زیات ژوبل شوو. له مشال ریډیو سره په خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند ددې ځانمرګوبریدونو مسوولیت منلی.
XS
SM
MD
LG