د لاسرسي ځای

تازه خبر

۱۱م سپټمبر: له تخریبه تر تعمیره


د افغانستان په هرات کې وسله وال طالبان د سولې بیهر سره یو ځای کېږي.۲۷م اپریل ۲۰۰۱ م کال
د افغانستان په هرات کې وسله وال طالبان د سولې بیهر سره یو ځای کېږي.۲۷م اپریل ۲۰۰۱ م کال


بر تانوۍ ورځپاڼې ګارډيېن د افغانستان د يوه داسي ځوان د ژوند کيسه لیکلې چي د طالبانو له مورچې راکوز شوی او نن د امريکا د بيا رغوني کارونو ټيکدار دی.

د برتانوۍ ورځپاڼې خبريال ډکلن واش له ديرويشت کلن ځوان مير تماس وزير سره په کابل کي ليدلي او له هغه څخه د هغه د ژوند کيسه اوريدلې.

مير تماس وزير يو ځل طالبانو و تښتولی او په سر يي کلشنکوف ور ونیوی او ورته رد بد يی وويل، چي احمقه، ته دبش بچی يي، خو مير تماس په جواب يی ورته ووويل، احمقان تاسو يی چي د آی ايس آی بچيان ياست.خو وروسته دی په خلاصيدو کي کاميابه شو.

د پکتيا ولايت مرغه نومي کلی د مير تماس وزير پلرنی ټاټوبی دی. دی وايي کله چي د يولسم سپټمبر پيښه کيده نو هغه وخت له طالبانو سره په ګډه د شمالي اتحاد پر ضد جنګيدی.

د شمالي اتحاد پر محاذ يي له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو وژل شوو قومندانانو نيک محمد وزير او بيت الله محسود سره آشنايی جوړه شوې وه.


نوموړي په اولس کلنۍ کې د طالبانو ملګری شو.

دده ټول کړه وړه د طالبانو وو، تور پټکی ، لويه ږيره او کلاشنکوف په اوږه وو. خو نوموړي د يولسم سپټمبر د پيښی څو ورځې وروسته د طالبانو ملګرتيا پريښودله.

او نن مير تماس وزير د پيژندو نه دی.ږيره يې خريلې، د جنګ جامې يي په پينټ شرټ بدلې شوې، د توپک پر ځايي يي ليپ ټاپ په اوږه وي.

مير تماس وزير افغانستان ته د امريکا له راتګ سره سم تعليم ته مخه وکړه، انګريزي يي زرکړه او سول انجينئر شو.

وروسته يي تعميراتي کمپنی جوړه کړه چي نن د افغانستان په په اوولس ولايتونو کي کار کوي او پنځوس ملازمين لري. دی زياتره امريکايي ټيکې چلوې.

مير تماس وزير يو ځل طالبانو و تښتولی او په سر يي کلشنکوف ور ونیوی او ورته رد بد يی وويل، چي احمقه، ته دبش بچی يي، خو مير تماس په جواب کې ورته وويل، احمقان تاسو يې چې د آی ايس آی بچيان ياست.خو وروسته دی په خلاصيدو کې کاميابه شو.

نن د مير تماس وزير لومړيتوبونه بدل شوي دي.دی وايي آزاد ژوند نه شي تيرولی.

له ده سره نن د خپلي ماشومې لور د زدکړو غم دی. دی وايي خپله لور ډاکټره ليدل غواړي خو په افغانستان کي حالات خطرناکه دي او اوس د يوې نوي موقع په لټون دی چي دده په فکر له افغانستان دباندې کیدلی شي.
XS
SM
MD
LG