د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پاکستان کړکېچن تعلقات او د موریطاني نیونه


مجید بابر- پراګ

د شورو ورځ سپينې ماڼۍ په پاکستان کي د القاعده شبکي د دري غړو په نیونه ويلي چې دا د پاکستان او امريکا تر مينځ د ترهګرۍ ضد جګړې د ګډې همکارۍ نتيجه ده.


رايټر خبري اژانس د يوه امريکايي چارواکي له خولي ليکي چې پدي لړ کې امريکا له پاکستان سره د مهمو استخباراتي مالوماتو او تيکنيکي مرسته کړېده.

تېره ورځ چې کله د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې آی ايس پي آر د محمد يونس موريطاني ، عبد لغفار الشامي او ميسر الشامي د نيوني خبره په ډاګه کړه، نو د سپيني ماڼۍ وياند جوش آرنېسټ په خپل غبرګون کې وويل چې يونس دامريکا او نورو هيوادونو په ضد د بريدونو پلان درلودو.

ښاغلي ارنېسټ د سپينې ماڼۍ نه په خپره شوي بيانيیه کي زياته کړه چې دا د پاکستان او امريکا تر مينځه د ترهګري په ضد د اوږد مهاله شراکت داري نتيجه ده. او دوي ددي همکاري له کبله په تيره يوه لسيزه کي ګڼړ شمير ترهګر نيولياووژلي دي.

دا چې ددي محمد يونس الموريطاني او دوؤ نورورو ترهګرو نيولو سره به د پاکستان او امريکا اړيکي چې د اسامه بن لادن د وژلو نه پس خرابې شوې وې بيا په ښه کيدو دي اوکه نه؟

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو کار پوه حسن عسکري وايي، داسې ښکاري چې دوی اوس يو ځای کار کوي او نه یواځې په دې معامله کې ، بلکې دوی له يو بل سره اوس د استخباراتو تبادله هم کوي. خو د دوی تر مينځ اوس هم په څه ځانګړیو معاملو اختلافات شته چې وخت په وخت مخې ته راځي. او دا په تيرو وختونو کي هم شوي دي. اوس داسې ښکاري چې ددې موجوده ګرفتارۍ له وجي دغه شخړه په وقتي توګه لږه کمه شوېده. او دا هم کيدای شي چې دوی په دي خبره متفق شوي وي چې که څوک ونيولی شي نو لومړی اعلان به یې پاکستان کوي ٬٬

د يونس د نيولو خبره د ۱۱م سيپټمبر د لسمي کليزې نه ۶ ورځې مخکې پاکستاني پوځ خپره کړېده او ويل کيږي چې هغه ته په امريکا د نورو بريدونو کولو لپاره اسامه بن لادن ويلي وو.


يونس موريطاني په القاعده شبکه کې څومره مهم مقام درلود ؟ په اسلام آباد کي د العربيه ټيلي ويژن بيورو چیف باکر عطياني وايي چې يونس په اسلامي غرب او شما لي افريقا کې د القاعده يو مهم غړي وو ، موږ ته دا نه ده مالومه چې دا کسان د القاعده لپاره په افغانستان او پاکستان کې څومره مهم دي، خو دا ښکاره ده چې په دوی کې يو چې يونس نوميږي او خپل اصلي نوم یې عبد الرحمان دی او د موريطانيیا سره یې تعلق دی ، او په دغه هيواد کي ډېر فعال وو، او په شما لي افريقا کې د القاعده غړي وو. نو دی د القاعده په لوړ پوړو غړو کې يو وو.دا نه ده مالومه چې دی کله افغانستان يا پاکستان ته راغلی وو.او دلته یې څه وخت له القاعده سره کار پيل کړي وو، او دا نور دوه دومره مشهور کسان نه دي.٬٬

په واشنټګن کي يوه امريکاي چارواکي ویلي دي چې پاکستان له په دي لړ کې نور زيات کار پکار دی او د دداسې قسمه خطر ناکه هدفونو په ضد ددواړو هيوادونو په ګډه کار کول د وخت ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG