د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا د خپلو اړیکو په جوتېدو پسې دي


د امریکا او پاکستان جنډۍ
د امریکا او پاکستان جنډۍ
ایسوسي ایټيډ پریس خبري اژانس ليکي په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژلو په ترڅ کې د امریکایی چاپې وروسته پاکستاني چارواکي غواړي د دواړو هیوادونو د سیاسي تعلقاتو له مخې په دې هیواد کې امریکا خپلو بوختیاوو ته رسمي بڼه ورکړي. دغه خبره د دواړو هیوادونو چارواکي کوي. خو په دې لړ کې د امریکا له طرفه انکار چې ګني یو عملي دستاویز به ورسره لاسلیک کړي ، د پاکستان او امریکا ,واردمخه کړکېچنو تعلقاتو لپاره یو خطر دی.

د خبري اژانس تر مخه پاکستاني چارواکي له امریکا غواړي له دې هیواد سره دې یو داسې یاداښت لاسلیک کړي چې په پاکستان کې د سي آي اې د کارکونکو شمېره دوی ته مالومه وي ، د ډورون بریدونو نه مخکې به پاکستان ته اطلاع ورکول کيږي، او دغه شان راټول شوي پټ معلومات به ورسره شریکوي او که په پاکستان کې د القاعده نوی مشر ایمن الظواهري و موندل شو نو د پاکستان د رول په لړ کې به ورسره هم لیکل شوي وعدې کوي.


د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات د فبروري میاشتې راهیسې خراب شوي دي کله چې امریکایي کارکونکي ریمونډ ډيویس په لاهور کې دوه پاکستاني وګړي وژلې وو. او بیا په مۍ کې د اسامه بن لادن پر ضد د امریکا عملیات وشو چې پاکستان دا د خپل ملي حاکمیت سرغړونه بولي. نو ځکه اوس پاکستان غواړي چې داسې یوه تړون دې موجود وي چې له مخې یې پاکستان په راتلونکې کې دغه بریدونه ودروي، او یا په خپله پکې شامل وي.

ایسوسي ایټيډ پریس ليکي خو د پاکستان او امریکا پخواني چارواکي وایي امریکا په لیکلې بڼه کې هیڅ ځانګړې ژمنه نه کول غواړي ځکه چې په دې سره د دوی د عملیاتو لچک محدودېدای شي. د دې پر ځای امریکا د اصولو په یوې پراخې اعلامېې کار کوي. چې په راتلونکو اونیو کې به بشپړه شي.

خبري اژانس د یو امریکایی چارواکي له خولې ليکي چې دا به د مفاهمت یو یاداشت نه وي چې د اړیکو هر اړخ پکې شامل وي ، بلکه امکان شته چې دا به د مشترکه ګټو او دلچسپيو په باب د دوه اړخیزه اصولو یوه اعلامییه وي.

دغه راز د یو بل امریکایی چارواکي په خبره که څه هم پاکستان ته به راټول شوي ټول پټ معلومات نه ورکړل کیږي خو بیا هم واشنګټن د نورو هیوادونو په مقابله کې پاکستان ته ډېر څه ورکوي.

خبري اژانس ليکي که یو خوا امریکا د پاکستان غیر پوځي حکومت سره په دې معامله خبرې کوي ، نو بلخوا دا نه ده معلومه چې د ملک پياوړی پوځي ایسټيبلیشمېنټ به د اصولو پراخه اعلامییه و مني.

اې پي خبري اژانس ليکي د بن لادن د وژلو وروسته د امریکا او پاکستان استخباراتي ادارو سي آي اې او آې ایس آې تر مینځ هم کشالې موجودې دي. آي ایس آي په دې غصه وه چې کله د سي آی اې پخواني مشر په دې ادارې تور لګولې و چې د بن لادن په موندلو کې اداره یا خو نا اهله وه او یا پکې ککړ وه. اوس هم د پاکستان چارواکي په ویره کې دي چې هغه څه به بیا کيږي که ال ظواهري په پاکستان کې و موندل شو.

بل لورې د سي آي اې نوې مشر جنرل ډيويډ پيټریس په اړه هم د دوی اندیښنې موجودي دي چې د جنرال کیاني سره یې نه لګېږي. او کولای شي چې یو اړخیزه عملیات زیات کړي. پاکستاني چارواکي فکر کوي چې د تړون پرته به د بې باورۍ فضا موجوده وي.
XS
SM
MD
LG