د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د اختر تیارانې او ګڼه ګوڼه


د خوست ښار یوه منظره
د خوست ښار یوه منظره

نقیب الله متونوال - خوست

په خوست ښار کې د اختر د تیاریانو په ترڅ کې د پیاده خلکو او ګاډو ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوې چې پر لارو کوڅو تګ راتګ ډېر په مشکل سره کېږي.

ډيرو پلورونکو په ريړو يا لاسي ګاډيو کې ساماتونه اچولي او دپلورلو نارې يې وهي.

ګڼ خلک د اخترلپاره د کلچو ، مېټایانو او نورو اختري وچو او لمدو مېوو اخيستو لپاره ښارته راغلي او د هغو خلکو شمېره هم کمه نه ده، چې کالي یې اخیستي او اوس د څپلیو او واسکټونولپاره د دوکانونو مخې ته ولاړوي.

دوکانداران هم خوشاله دي او وایې چې زیاته سودا یې کیږي . دوى وايي، چې په تيرو څو ورځو کې يې کاروبار ښه شوی او وجه يې هم د خلکو د اقتصادي وضيعت او امنيت ښه والى بولي.

د بوټونو، څپلیو او واسکټونو پلورلو دوکانونو ترڅنګ د کالیو او ټوکرانو دوکاندارانو هم سږکال ښه سوداګري کړې ده.

که څه هم خلک وایې، چې د خلکو اقتصاد ښه شوی او د ژوند سطحه یې لوړه شوي خو یوشمېر داسې خلک هم شته ،چې د روژه ماتي لپاره حیران دي او له شتمنو مرسته غواړي.
XS
SM
MD
LG