د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز تاثیر تښتونې پر حکومت پوښتنې پیدا کړې دي


د پنجاب صوبې د وژل شوي ګورنر تښتول شوی زوی شهباز تاثیر
د پنجاب صوبې د وژل شوي ګورنر تښتول شوی زوی شهباز تاثیر
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټایمز ورځپاڼه


د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډېلي ټایمر په خپلې تازه ګڼې کې د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر د زوی شهباز تاثیر په تښتونې یوه اداریه لیکلې ده.

ډېلي ټایمز ورځپاڼه لیکي، د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر زوی له لاهوره، په رڼا ورځ، وتښتول شو او سبب یې تر اوسه نه دی مالوم شوی او نه یې هم د تښتونې پړه چا منلې.

په مقاله کې راغلي، د شهباز تښتول کېدو په اړه داسې انګېرنې نشته چې دا به د ده د پلار د قاتل ممتاز قادري ملګرو تښتولی وي چې هغه له بنده خلاص کړي. او یا به هم دې د جنایتکارو ډلو لخوا د نورو لاملونو له کبله تښتول شوی وي.

په پنجاب کې د قانون او نظم نشتوالي او د امنیت خرابوالي په دې وروستیو کې، اندېښنې زېږولې دي. نه یواځې د پیسو لپاره د تښتونې په ګډون جرمونه زیاتېږي بلکې دا ستونزې په داسې حال کې پیدا کېږي چې د خلکو د مالي وضیعیت خرابېدو په ټولنو کې نهیلې پیدا کړې دي او امنیتي حالت هم د ډاډ وړ نه دی.

په ډېلي ټایمز کې راغلي، حکومت او د بشري حقونو ادارو دغه تښتونه غندلې ده او د شهباز تاثیر د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د شهباز تاثیر د میندنې لپاره یو پلټنیز کمېسون هم جوړ کړل شوی دی.
د ورځپاڼې په اداریه کې راغلي، ډېرې داسې پوښتنې دي چې بې ځوابه پاتې دي. لکه د هغه د تښتونې تر شا د چا لاس دی؟ هر کس چې دی، د ده د ورځني ژوند معمول ورته مالوم وو، چې کله له کوره ووځي، دفتر ته څه مهال ځي، چېرته ځي او داسې نور!!

ورځپاڼه د پنجاب د قانوني چارو د وزیر رانا ثنا الله هغه ټیلي ويژني خبرې هم راخیستې دي چې بیا بیا یې ویلي، دوی شهباز تاثیر ته امنیتي مالومات هم ورکړي ول خو هغه بیا هم د خپل عادت له مخې دغه مالومات، په دې ورځ له ځان سره نه ول اخیستي.

ورځپاڼه لیکي، دا خبره هم باید له یاده و نه ویستل شي چې د شهباز پلار سلمان تاثیر هم خپل ساتونکي وواژه؛ او دغه ګارډ له سخت دریځو او ښي لاسو سره تړاو درلود او په خواشینۍ سره، د وکیلانو له کمېسون سره یې هم اړیکی درلود.

د [سلمان تاثیر] کورنۍ کافي ځورېدلې ده او ((موږ باید د دوی پر ټپونو ملهم کېږدو، نه دا چې مالګه پر وشیندو.
د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په اداریه کې راغلي، د شهباز تاثیر د خپل پلار له وژل کېدو سره سم، ګواښل کېده نو اوس پوښتنه په دې ځای کې ده چې امنیتي ادارو ولې د ده امنیت په سمه توګه نه وو نیولی؟

امنیتي ځواکونه وايي چې شهباز له دوی د امنیتي مالوماتو اخیستل رد کړي.

په مقاله کې راغلي، یا خو امنیتي ادارې په دې برخه کې له خپلې ذمه وارۍ ځان تېر باسي، او یا یې هم په دې مورد کې پاملرنه نه ده کړې.

په مقاله کې راغلي، دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا یوه امنیتي پېښه ده که ژوره دسیسه؟

په پنجاب کې د قانون او نظم نشتوالي او د امنیت خرابوالي په دې وروستیو کې، اندېښنې زېږولې دي. نه یواځې د پیسو لپاره د تښتونې په ګډون جرمونه زیاتېږي بلکې دا ستونزې په داسې حال کې پیدا کېږي چې د خلکو د مالي وضیعیت خرابېدو په ټولنو کې نهیلې پیدا کړې دي او امنیتي حالت هم د ډاډ وړ نه دی.

په نتیجه کې یې د پنجاب حکومت منلې چې د سخت دریځو او ترهګرو پر وړاندې یې چلن نرم دی.

ورځپاڼه وايي، د داسې حالاتو د را پورته کېدو لامل په دې صوبه کې د مسلم لیګ ن لخوا له دې مسلې سره ماشومانه چلن دی.

ورځپاڼې په خپله دې لیکنه کې د پنجاب په عدالتي سیسټوم هم نیوکې کړې دي او وايي په کراچۍ کې د هغو رېنجر سرتېرو لپاره چې سرفراز شاه یې وژلی وو، په یوه میاشت کې د مرګ سزا غوره کړل شوه؛ خو د سلمان تاثیر وژونکي چې پخپله یې د جرم اعتراف هم کړی وو، مقدمه یې له اووه میاشتو راهیسې هسې پرانیستې پرته ده او پرېکړه نه ده شوې.

د ډېلي ټایمز مقاله زیاتوي، دا کورنۍ کافي ځورېدلې ده او ((موږ باید د دوی پر ټپونو ملهم کېږدو، نه دا چې مالګه پر وشیندو.))
XS
SM
MD
LG