د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نوښار کې بمي چاودنه، ۹ وژل شوي


د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په نوښار کې بمي چاودنه شوې ده.


د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، چاودنه د پنجشنبې په ماښام، د رسالپور په بازار کې شوې ده.

په دې پېښه کې نهه کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي دي.

چاودنه په ریسالپور بازار کې د پاکستان د هوايي ځواکونو له روزنیز مرکز سره نېږدي په کنټونمنټ پلازه کې هغه مهال شوې ده چې تر روژه ماتي وروسته ګڼ شمېر خلک بازار ته ور وتلي ول.

دې خلکو د اختر لپاره سودا کوله.

ورځې مخکې د خیبر اېجنسۍ په جمرود کې د جمعې د لمونځ پر مهال په جومات کې ځانمرګی برید شوی وو چې په کې ۵۱ کسان وژل شوي ول.

په دې پېښه کې له ۷۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د جمرود د پېښې پړه د پاکستان طالبانو اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG