د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:په هدفي وژنو کي ۳ کسان وژل شوي




نیازموسی خیل،کوټه

د لېویز چارواکي وايي نن سهار د بلوچستان د موسی خیل ضلع په کنګرۍ،له پنجاب صوبې سره اړه لرونکي ۳ کسان د ناڅرګنده کسانو له لوري په ډزو او د پټرول بم په برید کي وژل شوي دي

.لیویز وایي،ندیم،محمد سعید او سجاد حسین نومي کسان د پنجاب صوبې له ډیره غازیخان څخه دلته د مرغانو د ښکار کولو لپاره راغلي وو،چي د هدفي وژني ښکار شو.د کنګرۍ د لیویزو مشر،رسالدار حاجي خان و مشال ته وویل چي برید کونکي له پیښي وروسته په تیښته کي بریالي شوي دي.دۍ مني چي پیښه هدفي وژنه ده.حاجي خان زیاتوي چي دوي مړي و خپلوانو ته سپارلي دي او دا وخت دوي په پلټنو بوخت دي،نور تفصیل به وروسته ورکوي

د موسی خیل آزاد خبر یال،میرخلیل الله هم پیشه هدفي وژنه تاییدوي.دۍ وایي،پخوا هم په دغه سیمه کي د کویلې پر ټرکانو او له پنجاب سره اړه لرونکي کسانو باندي بریدونه شوي دي او ګمان دا دۍ چي دا کارونه مري فراریان ترسره کوي.

خبریال د دې تازه پیشي په هکله وایي،چي په ضلع موسی خیل کي زرکانو،بازانو،سسیانو او نورو مرغانو خورا قیمتي او نه موندل کیدونکي مرغانو نسلونه شتون لري،چي د ښکار لپاره یې د پنجاب صوبې او نورو صوبو د ښکار میینان و ښکار ته رازي.

خبریال وایي،دا کسان مزدوران دي او په پیسو او مزدوري باندي د نورو شتمنو کسانو د ښکار لپاره را غلي وو.

دا تازه پیښه د بلوڅ میشتي سیمي،ضلع بارکهان له پُولي سره رامنځته شوې ده او په دغه سیمي کي پخوا هم دا رنګه پیښي شوي دي،او اکثره یې پړه بلوڅ آزادي غوښتونکي سازمانو په غاړه اخیستې ده
تر دې دمه چا د دې تازه پیښي پړه په غاړه نه د اخیستې.
XS
SM
MD
LG