د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه ښار کې د اوبو قلت


په کوټه کې د اوبو نشتوالی اوس یو تر ټولو لویه ستونزه ده .۲۸ اګست ۲۰۱۱
په کوټه کې د اوبو نشتوالی اوس یو تر ټولو لویه ستونزه ده .۲۸ اګست ۲۰۱۱

خدای نور ناصر ـ کوټه

دبلوچستان په سرښار کوټه کي د تیرو څوکلونو وچ کالۍ په دې برسیره چي ددې ښار شینوالی يې ختمه کړې. ددې ښار اوسېدونکي په اوس وخت کي هم دڅښلو په اوبو پسې په ښار کي دننه څوڅوکیلومیتره سفرکوي.


ښارد اوبو ورکولو سرکاري اداره واسایا واټراینډسینیي ټيشن اتهارټي وايي که حکومت ددې ستونځي دمخنیوي لپاره ژر قدم پورته نه کړ، نو په راتلونکيو څوکلونو کي به ددې ښار وګړي له دې ښاره په کډه کولو مجبوره شي.

تنکي تنکي ماشومان له ډېره لرې خپلو کورونو ته اوبه وړي

د واسا څانګه هره ورځ دکوټي ښار ته شاوخوا دوه کروړه اتیالکه ګیلنه اوبه ورکوي. خو زیاتوي لاهم اوسېدونکي د اوبوله قلت سره مخامخ دي. دعالموچوک په سیمه کي يوماشوم چي داوبو پرنلکه ولاړ او دخپل وار انتظار کوي وايي ،؛نوم مي بشير دی. هره ورځ درې یاڅلور واره همدلته په اوبو پسې راځم. کور مي هم لري دی. او څلور پنځه بالټۍ په يوه وار وړم؛

دکوټي ښار په ډيری سیموکي نه يواځي ماشومان، بلکې دلوي عمرکسان او میرمني هم ترسترګوکېږي، چي خپلوکورونوته دڅښاک اوبه وړي. پنځه څلوېښت کلن محمدنسیم هم یوله هغوکسانوڅخه دی، چي خپل کور ته په رکشه کي اوبه وړي. دی وايي، داوبو ډير سخت کمی دی بیخي پيداکېږي نه. زه دا اوس هم دوه کیلومیتره لري راغلی یم. دلته دا يوه شخصي نلکه ده او دا ټول خلک له دې نلکې څخه اوبه وړي. هره ورځ دوه واره په رکشه کي راځم او اوبه وړم٬٬

په کوټه کي سره له دې چي دڅښاک د اوبو نشتوالۍ دی. اوسېدونکي وايي نورې اوبه هم نه پيداکېږي. اوزیاتوي که په نړی کي موسم بدل شوی، نو دکوټي موسم هم دپخواپه پرتله ډیربدل شوی او تود شوی دی. پنځوس کلن ایوب ددې ښار يواوسېدونکی دی. چي دده په خبره پيدایش يې په همدې ښار کي شوی.

دی په کوټه کې د موسمي بدلون په اړه وايي، موسم خو دومره بدل شوی دی چي څه درته ووایم. پخوابه دجون او جولايي په میاشتوکي لادومره زیات یخ وو چي ګزاره به نه کېده. اوس خو موسم هغسي نه دی. واوره چې په میاشتو میاشتو به پرته وه اوس په کلوکلو نه هم واوره لیدلې او نه هم ږلۍ.زماښه په زړه دي زه يووخت له پرنس سړکه بیاتر سټيشن پوري په بائيسیکل ولاړم . په لاره مي لاسونه په بائيسیکل پوري یخی شوو٬٬

دښار په بیلا بیلو سیموکي د اوبو ټانکري په بیېه کورونوته اوبه ورکوي. عبدالمنان نومي يوهمداسي ټانکرچلوونکی وايي دښار ټول وګړي همدا دټانکرو اوبه څښي.دی زیاتوي يواځي په کوټه ښارکي دننه په زرګونه د اوبو ټانکري چلېږي.

بلي خواته دکوټي د اوبو څانګه واسا وايي داوبوسطح لاهم لاندي روانه ده.
د وټراینډسیني ټیشن اتهارټي کوټي مشرهائيډروجیالوجیسټ اشتیاق حسین له مشال سره په خبروکي وویل. په غیرقانوني توګه لګول شویو ټيوب ویلو د مځکې د شکم اوبه ختمي کړې.اشتیاق حسین وايي، دکوټي دیپلیشن ريټ یا داوبوسطح له پنځه بیاتراووه فوټه پوري هرکال لاندي روانه ده. لاکن دټيوب ویلولګول هیڅ څوک هم نه بندوي. دهرچا چي چیري هم زړه وغواړي هم هلته ټيوب ویل ولګوي. دغه ټيوب ویل بیا که داوبو دخرڅولو لپاره وي یاهم دکرکروندې لپاره٬٬
په کوټه کې په هره کوڅه کې د اوبو ټانکرې تر سترګو کېږي چې کورونو ته اوبو وړي


د واسا یاد مشر زیاتوي تر څوکلونو مطالعې وروسته په دې پوهـ شوو او ددې ستونځي حل يې دا راویست چي په کوټه کي به واړه واړه ډيمونه جوړوي. ترڅو د اوبوسطح نوره لاندي ولاړه نشي. بیاهم هائيډرو جیالوجیسټ اشتیاق حسین وویل، ددې حل موږ یعني واسا دا راویست چي موږ د دوو ډيمونوجوړولووړاندیز ورکړی دی. يومانګي ډيم او بل اوړک ډيم. د دې دواړو ډيمو نور ټول کار بشپړه شوی يواځي دې ته منتظر يوچي وفاقي حکومت بودیجه راکړي او کار پرې پیل کړو. ددې دوو ډيموله جوړېدوسره به موږ اتیالکه ګیلنه اوبه کوټي ته نوري ورکړو٬٬

دیادوني وړ ده چي په بلوچستان کي له ۱۹۹۵ بیاتر۲۰۰۰ م کال پوري وچ کالۍ که يوپلو په کوټه کي اوبه ختمي کړې، نو بل پلويې دکوټي په شمول دبلوچستان په پښټون میشتوسیموکي کرکروندې ته هم سخت زیان ورساوه.

سره له دې چي د واسا څانګه وايي ددې ستونځي دحل لپاره يې قدم پورته کړی، خوددوي په خبره ددې په عملي کېدو لاهم درې څلور کاله وخت لګېږي.
XS
SM
MD
LG